لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکی: ښکاري چې پاکستان د لشکرِ طیبه په یو مشر د متحده قومونو د پابندیو مخالفت نه دی کړی


د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل د ګل، دوشنبې، په ورځ د القاعده او داعش د بندیزونو کمېټۍ  ۶۸ کلن عبدالرحمان مکي د ترهګرو په فهرست کې شامل کړو
د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل د ګل، دوشنبې، په ورځ د القاعده او داعش د بندیزونو کمېټۍ  ۶۸ کلن عبدالرحمان مکي د ترهګرو په فهرست کې شامل کړو

په پاکستان کې د امنیتي چارو څېړونکی وايي داسې ښکاري چې پاکستان د کالعدم وسله والې ډلې لشکر طیبه په نایب مشر عبدالرحمن مکي د متحده قومونو د پابندیو مخالفت نه دی کړی د دې باوجود چې پاکستان دغه تنظیم سره تعلقات لرل او په کشمیر کې به يې استعمالولو.

متحده قومونو مکي نړیوال ترهګر بللی او په نړۍ کې یې د هغه اثاثې کنګل کړي، د هغه په سفر او وسلو یې بندیز هم بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان پوځ پخواني جنرل او د امنیتي چارو څېړونکي طلعت مسعود د وي او ای ډيوه سره مرکه کې وویل داسې ښکاري چې د مکي په اړه پاکستان نه یوازې خپله د متحده قومونو د اقدام مخالفت نه دی کړی بلکې چين يې هم منع کړی.

د تېر کال د جون په مياشت کې چين په عبدالرحمن مکي د متحده قومونو د پابندیو او په دې اړه یې د هند او د امریکې د مشترکه تجویز مخالفت کړی و او د دې مخه يې نيولي وه.

د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل د ګل، دوشنبې، په ورځ د القاعده او داعش د بندیزونو کمېټۍ ۶۸ کلن عبدالرحمان مکي د ترهګرو په فهرست کې شامل کړو. د متحده قومنو د امنیت شورا له 15 غړو څخه 14 د هند او امریکې د وړاندیز په ملاتړ رایې ورکړې دي او له هغه وروسته عبدالرحمن مکي په دې فهرست کې اچول شوی دی.

د طلعت مسعود وېنا وه چې دا د پاکستان په ګټه هم ده چې د لشکر طیبه په شان ډلو نه خپله لمن راونغاړي.

هغه ووېل چونکه د پاکستان پوځ د لشکر طیبه سره زاړه تعلقات ؤو او د هند د انتظام د لاندې کشمیر کې به د هندي ځواکونو خلاف د جنګ دپاره استعمالولو نو ځكه په کور دننه به هم د تنظیم د مشرانو خلاف ګامونه نه اخیستل کېدل.

طلعت مسعود وايي پاکستان کې اوس بدلون راغلی، په لشکر طیبه يې بندیزونه لګولي او مشران يې نیولي دي.

هند وايي د لشکر طیبه او نورې مسلح ډلې د هند د انتظام لاندې کشمير کې په جنګ کې ښکیل دي او د پاکستان پوځ یې ملاتړ کوي. د پاکستان حکومت او پوځ د هند دغه خبره ردوي، وايي کشمیریان په خپل سر د هند خلاف جنګېږي.

د هند د خارجه وزارت وياند شري ارندم باغچي د نهې، سه شنبې، په ورځ د عبدالرحمن مکي نړیوال ترهګر نومېدو هرکلی وکړو او په یو بیان کې يې وویل چي هند د ترهګرۍ ضد په خپل هوډ ولاړ دې او د ترهګرۍ خلاف د باور او تصدیق وړ او نه ستنېدونکې کارواې دپاره به په نړيواله ټولنه فشار اچوي.

هم دا ډول د مطبوعاتو د پاکستان د خارجه وزارت وېاندې ممتاز زهره بلوچ له قوله ویلي چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ ښکار دې، د ملګرو ملتونو او نور ګڼ اړخيزه فورمونو په ګډون په نړيوال کچه د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ کوي.

مېرمن ممتاز زهره بلوچ سره منسوب بېان کې نور وېلي شوي چې پاکستان د سلامتي کونسل د لسټنګ قوانینو طريقه کار او د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد نظام پرځاې ساتلو لپاره په جوړ طرحه سختې سره عمل کوي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو چارو د څانګې استاد ډاکټر خورشید احمد ډيوه ټه وايي پاکستان د ترهګرۍ په حوالې سره نړۍ په دوو برخو کې وېشي.

خورشید احمد وايي پاکستان هغه ترهګري ګڼي چې په خپله يې ښکار دی او څه چې په هندي کشمیر کې کېدل هغه یې ترهګري نه ګڼله

خورشید احمد وايي داسې ښکاري چې پاکستان لا هم په نړيواله کچه يوازې دې نو ځكه چين هم د عبدالرحمن مکي په معامله کې د پاکستان د تګلارې او دريځ خلاف لاړو.

عبدالرحمن مکي کال 2019 کې د پاکستان په پنجاب صوبه کې نيول شوې وو او کال 2020 کې د ترهګرۍ ضد عدالت هغه د ترهګرو سره د مالي مرستو په تور د يو کال قېد سزاوار کړو . هغه اوس هم په جېل کې دی.

په 2008 کې د هند په ممبۍ ښار د ترهګر بريدونو وروسته چې په کې د امريکايي وګړو په ګډون 166 کسان وژل شوي امریکا هم عبدالرحمن مکي ترهګر بللی او د هغه په اړه د مالومات لپاره یې د 2 مېلنه ډالرو انعام اعلان کړی.

هند د ممبۍ حملو پړه د جماعت الدعوه ډلې په مشر حافظ سعید پورې کوي.

عبدالرحمن مکي د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید نزدې رشته دار دی او د دغه ډلې د سياسي او خارجي چارو څارونکې دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG