لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پایډ: په لسو کلونو کې د پاکستان د مختلفو سېکټرو د ودې شرح یو اشاریه پېنځه فیصد ترمنځ وه


د پایډ د اقتصادې چارو ماهر  شاهد محمود وي او اې ډیوه سره خبرو کې واېې: د پاکستان په پیداروارې صلاحیت کې د کمي تر ټولو لوی لامل په هیواد کې د کرنې، صنعتي او ټیکنالوژۍ په څانګه کې د تحقیق کمی دی
د پایډ د اقتصادې چارو ماهر  شاهد محمود وي او اې ډیوه سره خبرو کې واېې: د پاکستان په پیداروارې صلاحیت کې د کمي تر ټولو لوی لامل په هیواد کې د کرنې، صنعتي او ټیکنالوژۍ په څانګه کې د تحقیق کمی دی

د پاکستان انسټیټیوټ آف ډولپمنټ اکنامکس یا پاییډ له اړخه د پاکستان په بیلابیلو سیکټرو کې ودې په عنوان په یو څیړنیز رپوټ کې ویل شوي چې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د هیواد په ۶۱ سکتورونو کې د مجموعي محصولاتو د ودې شرح د ۱.۵ فیصدو ترمینځ وه.

په دغه څیړنه کې د شاملو کمپنیو معلومات د پاکستان د سیکیورټيز اینڈ ایکسچینج کمېشن ایس یی سی پی څخه اخیستل شوې، پکې ویل شوې چې په هیواد کې پیداوارې وده د سروسز یا خدماتو او ټیکنالوژې په څانګه کې مثبت شوې خو مینوفیکچرنګ کې منفې، کم یا منځنې وده لیدل شوې.

د هیواد پیداوارې ودې کې د کمي د اسبابو په اړه د پایډ د اقتصادې چارو ماهر شاهد محمود وي او اې ډیوه سره خبرو کې واېې: د پاکستان په پیداروارې صلاحیت کې د کمي تر ټولو لوی لامل په هیواد کې د کرنې، صنعتي او ټیکنالوژۍ په څانګه کې د تحقیق کمی دی چې له امله یې د کرنې د پآره ښه بیچ یا تخم او د زیاتره صنعتونو خام مال د بهرنې هیوادونو څخه واردیږی. دویمه خبره دا ده چې په پاکستان کې د کرنې مزکې د تیرو کلو راهسې د کورونو په سوسايټیانو کې بدلول کیږي.

دوې زیاتوې د کرنې خمکو او د دې په پیداواري صلاحیت کې کمي په هیواد کې د خوراک ستونزه هم رامینځته کړې دې.

د رپوټ ترمخه هغه هیوادونه چې ټوټل فیکټر پروډکټیوټې یا ټی ایف پی یې د ۳ فیصد څخه زیات وې خپل ګراس ډومیسټک پروډکټ یا د جې ډیې پی اته یا د دې څخه زیات کچه ترلاسه کولې شې.

ټوټل فیکټر پروډکټیوټې یا ټې ایف پې د محصول د ودې او د ټولو فکتورونو د ترکیب د ودې، په عامه توګه، د کار او د سرماېې ترمینځ توپیر دی،. په ټی ایف پی کې ښوالې د وسايلو په صیحیح توکه کارولو یا د تولید نوي ټیکنالوژیو خپلول منعکس کوي.

د اقتصاد پوهانو دا وه وینا ده چې سیاسې حالات هم د یو هیواد پر اقتصاد اغیز لري، او د پاکستان اوسنې حالاتو له امله راتلونکې کلونو کې د هیواد په پیداروارې صلاحیت کې کمې لیدل کیداېې شي.

د اقتصتادي چارو خبریال مهتاب حیدر واېې تیرو کلونو کې په لوی میر بهرنې سرمایه کارانو د هیواد څخه خپلې پیسې بهر ویستې دې. هغه وايي چېرته چې سیاسې بې ثباتې وې هلته سرمایه کار نه راځې. سرمایه کاران، که هغه کورنې وې او که بهرنې، په سیاسې حالاتو او اقتصادی تګ لارو کې استحکام غواړې او که چېرې استحکام نه وې نو سرمایه کار خپله پیسه لګولو څخه ځان ګرځوي.

دوې زیاتوې حکومت ته به د سیاسې استحکام سره خپل اقتصادې تګ لارې هم دوامداره جوړول وي.

د تجزی تر مخه ، د 1970 لسیزې راهیسې، څو کلونو کې د د ودې کچه یا ټې ایف پی منفي وه، البته د مختلیفو څیړونو تر مخه د تیرو څو کلونو راهیسې دغه وده شاوخوا ۲ فیصده ده.

د پایډ په راپور کې ویل شوې چې د یوه هیواد د ټې ایف پې ټیټه کچه څرګندوې چې اقتصاد یی د هغه هیوادونو په پرتله کښته دې چې د ټی ایف پې کچه یې لوړه وي. هم دغه سبب دې چې د پاکستان د ودې کښته کچه د نړۍ په کچه د صادراتو په برخه کې د هیواد د زیات ګډون مخه نیسي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG