د دریو نړیوالو ادارو په یوه څېړنه کې وېل شوي چې په دنیا کې د 10 څخه یو ماشومان د وخت نه مخکې پېدا کېږي چې له امله یې د مرګونو، معذورتیاګانو او رنځونو د خطر سره مخامخ وي او په پاکستان کې د وخت نه مخکې د زېږېدونکو ماشومانو شرح 14.3 فیصد ده.
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونېسېف او د لنډن سکول او هاجین اېنډ ټراپیکل مېډېسن په مشترکه څېړنه کې چې نتیجې يې د جمعې په ورځ شایع شوي، وېل شوي چې د مور په نس د 37 هفتو وخت پوره کولو نه مخکې د ماشومانو پېدایش د کم او منځني امدن ملکونو پورې محدود نه دی بلکې په ځینو شتمنو ملکونو کې هم د دې کچه زیاته ده.
په یونان کې د وخت نه مخکې ماشومانو د زېږېدنې شرح 11.6 فیصد او په امریکا کې دا شرح 10 فیصد ده.
د څېړنې ترمخه، په 2020 کې په نړیواله کچه د وخت نه مخکې پېدا کېدونکو ماشومانو څخه 65 فیصد ماشومان په جنوبي اېشیا او افریقايي ملکونو کې زېږېدلي وو. په جنوبي اېشیا کې دا شرح 13 فیصد وه.
په بنګله دېش کې د وخت نه مخکې د ماشومانو د پېدایش شرح 16.2 فیصد او په پاکستان کې دا شرح 14.3 فیصد وه. په مالاوي کې دا شرح 14.5فیصد وه.
د جنوبي اېشیا د ملکونو دغه شمېرې د هغه ملکونو نه درې یا څلور چنده زیاتې دي چې د ماشومانو د وخت نه مخکې د پېدایش مسله په کې تر ټولو کمه ده.
سربیا کې دا شمېره 3.8 فیصد، په مالدویا کې څلور فیصد او قزافرستان کې دا شرح 4.7 فیصد ده.
په څېړنه کې د 2010 نه تر د 2020 پورې په مختلفو ملکونو کې د ماشومانو پېدایش ته کتنه شوې ده وايي په دې لسو کلونو کې په یو ملک کې هم د وخت نه مخکې د ماشومانو په زېږېدنه کې کموالی نه دی لیدل شوی.
په مطالعه کې وېل شوي چې په 2020 کې په نړیواله کچه په هرو لسو پېدایشونو کې یو د وخت نه مخکې او د دنیا په مختلفو برخو کې په دې شرح ډیر فرق لیدل کېدو.
ډبلیو اېچ او وویل وخت نه مخکې پېدایش د ماشومانو د مرګونو تر ټولو لوی سبب دی او هغه ماشومان چې ژوندې پاتې شي، د معذورتیا، په جسماني وده کې د مشکلاتو او په لویوالی کې په رنځونو کې د متبلا کېدو خطر سره مخامخ وي.
د ملګرو ملتونو ادارې غوښتنه وکړه چې د صحت د خېرښېګړې مېعاري سهولتونو ته لار رسي دپاره دې سرمایه کاري زیاته کړي چې دا ډول د وخت نه مخکې د ماشومانو د پېدایش مخه ونیول شي.
Forum