لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : طوفاني بارانونو کې د مړو شمېره ۱۸۱ ته رسېدلی


په پنجاب صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له کبله هنگامي حالت اعلان شوی ، او د صوبې وزيراعلي شهباز شريف په ادارو د سېلاب زپلو د مرستو تندولو غږ کړی دی .
په پنجاب صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له کبله هنگامي حالت اعلان شوی ، او د صوبې وزيراعلي شهباز شريف په ادارو د سېلاب زپلو د مرستو تندولو غږ کړی دی .

د پاکستان پنجاب صوبې په ختيزو علاقو کې د تېرو څو ورځو راهسې د روانو تېزو بارانونو له کبله سېلابونه راغلي ، او په لسگونو علاقې يې ډوبې کړي ، او د دغو سيمو نه د خلکو خوندي ځايونو ته د منتقل کولو سلسله روانه ده .

چارواکي وايي د بارانونو له امله په رامنځته شوؤ پېښو کې تراوسه پورې ۱۸۱ کسان مړه شوي ، او نزدې ۳۰۰ نور ژوبل شوي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه په پنجاب صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له کبله هنگامي حالت اعلان شوی ، او د صوبې وزيراعلي شهباز شريف په ادارو د سېلاب زپلو د مرستو تندولو غږ کړی دی .

د قدرتي افتونو په وخت د مرستو د انتظام ادارې (اېن ډي اېم ای) وياند احمدکمال وائس اف امريکا ته نن د اتوار په ورځ وئيلي ، چې بارانونو کې تر ټولو زياتې مرگ ژوبلې په پنجاب صوبه کې رامنځته شوي ، او د ۱۰۸ کسانو د مړينې پخلی شوی دی . دغه رنگ د پاکستان د انتظام لاندې کشمېر کې ۶۲ او گلگت بلتستان کې ۱۱ کسان مړه شوي دي .

د نوموړي په وينا د بارانونو له کبله د رامخې ته شوي زيان اندازه لگولی شي ، خو تراوسه پورې نزدې ۱۵ کورونه په مکمله توگه تباه شوي ، او درې نيم زرو ته زيان اوختی دی .

راپورونه وايي سېلابونو د پنجاب صوبې په سيالکوټ او گجرانواله سيمو کې په لکونو اېکړه زمکو باندې ولاړ د شولو فصلونه هم سخت اغېزمند کړي دي .

او حافظ اباد سيمه کې نزدې دوه سوه کلو ته اوبه اوختي ، او وئيل کيږي سيمه کې نزدې دوه لاکه کسان متاثر شوي او د علاقې نه درې زره کسان محفوظو ځايونو ته منتقل کړی شوي دي . راپورونه وايي جلاپور بهټيا نومې سيمه کې هم د ۹۰ نه په زياتو کلو باندې اوبه ورغلي دي .

په چناب سيند کې د تېز سېلاب خطره موجوده ده ، او د سيند په غاړو اباد خلک پوځ د هيلي کاپټرو او کشتو د لارې خوندي سيمو ته اوباسي .

د احمدکمال په وينا دا وخت د چناب نه علاوه راوي کې هم د اوبو سطح ډېره لوړه ده ، او د نوموړي په وينا د قادر اباد نه تېرېدونکې سېلابي ريلا به راتلونکو دوه ورځو پورې د تريمو نه تېريږي .

د اېن ډي اېم ای وياند وئيلي ، په تريمو کې د ۶ لاکه او ۴۵ زره کيوسکه اوبو تېرېدو گنجائش دی ، خو راتلونکو دوه ريلو کې يو ه د نهه لاکه درې زره او بله د اته لاکه او ۵۰ زره کيوسلکه اوبو ده .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم نوازشريف د سيالکوټ سېلاب زپلو علاقو فضائي دوره کړې ، او د حالاتو جاج يې اخستی دی .

بل لور ته د موسمياتو د محکمې چارواکو په ميدانې علاقو کې د لوړې درجې د سېلاب پېشن گوئي کړې ، او وئيلي يي دي چې راتلونکي خالي او اتوار پورې به د سندهـ صوبې په گډو بېراج د لوړې درې سېلاب وي ، او د هغې وروستو به دغه رنگ حالات په سکهر بېراج هم وي .

د موسمياتو محکمې په حکومتي چارواکو د وړاندې نه د ممکنه سېلابي حالاتو د مخ نيوي دپاره د بېدارېدو غږ کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG