لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پوهنتونونو کې د شخصي طالب علمانو په داخلو د اېچ ايي سي بندیز زدکوونکي پرېشان کړي


روبینه اقبال په یو شخصي سکول کې استاذه ده وايي تر ایم ای انګلش پورې تعلیم یې په شخصي توګه تر سره کړی او د خپلو بچو ضرورتونه پورا کوي. هغه وايي د کمیشن دا فیصله سخته ده
روبینه اقبال په یو شخصي سکول کې استاذه ده وايي تر ایم ای انګلش پورې تعلیم یې په شخصي توګه تر سره کړی او د خپلو بچو ضرورتونه پورا کوي. هغه وايي د کمیشن دا فیصله سخته ده

د پاکستان هایر ایجوکیشن کمیشن یا د اعلا تعلیم ادارې د خیبر پښتونخواه پوهنتونونو ته ویلی چې د مارچ د ۳۱ نېټې وروسته په شخصي توګه تعلیم ترلاسه کونکو د څوارلسم او شپاړسم جماعت طالب علمانو ته داخلې ورنکړي او پوهان وايي دې سره به د صوبی په لکونو طالب علمان د لوړو زدکړو څخه محرومه پاتی شي.

د اېچ يي سي دې فیصلی ووستو په صوبه کی هغه طالب علمان اندیښمن کړي چې زدکړې په تعلیمي ادارو کې نا بلکې په کور په شخصي توګه ترلاسه کوي، او وايي هغوی په رېګولر توګه یا تعلیمي ادارو کې سبق نشي وېلی ځکه چې یو دا ګران دی او بل د غربت له وجې دوی روزګار هم کوي او تعلیمي ادارو ته تګ نشي کولی.

ماهرین وايي په خېبرپښتونخوا کې زیات تره جینکۍ په شخصی توګه زدکړې تر لاسه کوي ځکه چې هغوی ته که خوا د ریګولر یا باقاعده تعلیم موقعې کمې وي خو بل خواه ورته د کورونو اجازه هم نه ورکړی کېږي.

عباس خان د مردان پوسټګریجویټ کالج نه د بي ای امتحان پاس کړی او غواړي چې لوړې زدکړې وکړي خو د هایر ایجوکیشن کمیشن نه د شخصي امتحان سلسله د بندېدو په اړه وايي ه بله لار نه لري چې زدکړې تر لاسه کړی بس تعلیم به پرېږدي.

عباس وايي ریګولر زدکړې ګرانې دي او دومره پېسی نه لري چې د یو کال ۳۳زره روپۍ په تعلیم مصرف کړي. هغه په شخصي یا پرایوېټ بی ای د ۶ نه تر ۸ زره روپۍ خرچه کیږي چې غریب طالب علم یې نشي برداشت کولی او کمېشن چې فیصلې ته بیا کتنه وکړي.
روبینه اقبال په یو شخصي سکول کې استاذه ده وايي تر ایم ای انګلش پورې تعلیم یې په شخصي توګه تر سره کړی او د خپلو بچو ضرورتونه پورا کوي. هغه وايي د کمیشن دا فیصله سخته ده ډیرې جینکۍ چې پرایویټ لوړی زدکړې کوي هغوی ته د تعلیم سهولتونه نه ی او رسم رواج له وجی هم یونیورسټي ته نه شی تللی نو شخصی تعلیم کوی دی سره به هغوی ده تعلیم څخه محرومه شی

د خیبر پښتونخواه په پوښنتونونو او کالجونو کی هایر ایجو کیشن کمیشن ۲۰۱۰ کی د بی ای او ایم او بی ایس سی او ایم ایس سی په ځاﺉ د ۴ کاله کورس بی ایس او ایم ایس ازمونی شروع کړی او په۲۰۱۸کی ی باقاعده د زدکړی رجستریشن شروع کړو او اوس ی د شخصی داخلو نه حولو دپاره پوښنتونونو ته ویلی دی د یونیورسټو او کمیشن تر منځه په غنډه کې کمیشن دا منلې چې د روانی د ایم ای او بی ای زدکړی د ۲۰۲۳ پوری جاری وی

د شخصی تعلیم د زدکړو په حواله ډیوه د ایچ ای سی د ډګری د څانګی سره رابطه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نه شو.

په مردان پوسټګریجویټ کالج کی د داخلو انچارج استاذ حسن الرحمان وايي په کالجونو او پوهنتونونو کی دومره د ریوګولر داخلو ګنجايش نه وې چې دا شخصي طالبعلمان هم ځاﺉ کړی دا به رانه وی دوی تعلیم سرته اورسوی

ډان ورځپانړه په خپلرپوړټ کی وايي تیر کال عبد الولی خان يونیورسټي کې دیرش زره شخصي طالبعلمانو امتحان ورکړی وو په پيښور کی ۲۵۰۰۰ ،په بنوڼ کی ۲۰۴۵۰ او ګومل پوښنتون کی۱۱۰۰۰ طالب علمانو په شخصی توګی امتحان ورکړی سیړونکی وايي په صوبه کی پوهنتونونه مالی مشکلات هم لری او ۷۰% برخه د داخلو د فیسونو څخه تر لاسه کیږی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG