لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوی قانون به د هندو جنیکو په زور د مسلمانولو مخه ونیسي


د نوي قانون ترمخه د ١٨ کلونو نه د کم عمر هندو جینۍ واده نشي کیدلی. خبریال او د هندو ټولنې د حقونو دپاره کارکونکی جی پراکاش موراني وايي دا قانون به د هغه رجحان مخه ونیسي چې د کم عمر هندو جینۍ مسلمانه کړی شي او بیا ورسره نکاح وتړلی شي
د نوي قانون ترمخه د ١٨ کلونو نه د کم عمر هندو جینۍ واده نشي کیدلی. خبریال او د هندو ټولنې د حقونو دپاره کارکونکی جی پراکاش موراني وايي دا قانون به د هغه رجحان مخه ونیسي چې د کم عمر هندو جینۍ مسلمانه کړی شي او بیا ورسره نکاح وتړلی شي

په پاکستان کې د هندو مذهب منونکو دپاره د واده په اړه نوی قانون به د هندو ټولنې غړي وايي د هندو جینکو په جبر د مسلمانولو مخه هم ونیسي.

د نوي قانون ترمخه د ١٨ کلونو نه د کم عمر هندو جینۍ واده نشي کیدلی. خبریال او د هندو ټولنې د حقونو دپاره کارکونکی جی پراکاش موراني وايي دا قانون به د هغه رجحان مخه ونیسي چې د کم عمر هندو جینۍ مسلمانه کړی شي او بیا ورسره نکاح وتړلی شي.

ددې نه وړاندې په سرکاري دستاویزاتو کې د هندو ټولنې خلکو د خپلو ودونو د اندراج دپاره څه ضوابط نه وو چې له امله يي د شناختي کارډونو، پاسپورټونو او یا د ښځې او سړي د وراثت ترلاسه کولو په لار کې مشکلات راپیدا کیدل.

هم دغه رنگ د واده د ختمیدو په صورت کې هم د ښځې او سړي دپاره د وړاندې تگ څه لار نه وه. نوی قانون د پاکستان صدر ممنون حسین د اتوار، یکشنبې، په ورځ لاس لیک کړو.

د هندو ټولنې فعالین د ډیر وخت راهسې دا گیله کوي د ټولنې د کم عمر جنیکۍ په زور وتښتولی شي، د خپلې خوښې پرضد مسلمانې کړی شي او بیا ورسره نکاح وتړلی شي.

په پاکستان کې د هندوانو اکثریت ابادي په سنده صوبه کې ژوند کوي او د هندو جینکو سره د زور زیاتي او د جبر واقعات هم زیاتره هلته رپورټ کیږي.

د ال پاکستان هندو پنچایت جنرل سیکریټري روي دواواني وايي ١٢ کلنه یا ١٣ کلنه جنیۍ نه خو په مینه پوهیږي او نه خو لکه د واده په رنگ د ژوند دومره اهمه فیصله په خپل سر د کولو پوهه لري.
د هندو ټولنې دا هم غوښتنه وه چې قانون نه دې دا ماده لرې کړی شي چې کله یوه واده کړي هندو ښځه مسلمانه شي نو د هغې شوی واده هم ختم شي. خو داهسې ښکاري چې په نوي قانون کې دغه ماده نه ده لرې کړی شوي.

د هندو ټولنې دپاره کارکونکی کپیل دیو وايي د دغه مادې په نه ختمیدو تشویش لري.

د هندو ټولنې سره تعلق لرونکی د پارلیمنټ غړی رمیش کمار وانکواني هم د نوي قانون نه څه ډیر مطمین نه دی او وايي د ١٨ کالو نه د کم عمر خلکو دپاره دې یوازې واده نه بلکه مذهب بدلول هم غیرقانوني وټاکلی شي. هغه وايي که د ١٨ کلونو نه د کم عمر خلک واده نشي کولی، ډرائیور لایسنس او یا شناختی کارډ نشي اخستلی نو پکار ده چې د مذهب د بدلولو اجازت دې هم ورته ور نه کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG