لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په راولپنډۍ کې د هندوانو په مندر حمله کې د ودانې دروازې او پوړو ته زیان رسول شوی


تېر کال په کرک کې د هندوانو په مندر حمله شوي وه
تېر کال په کرک کې د هندوانو په مندر حمله شوي وه

د پاکستان سرښار اسلام اباد په ګاونډ کې د پنجاب صوبى په راولپنډۍ ښار کې په يو مندر حمله کې د ودانۍ مرکزي دروازې او پوړو یا زینو ته زیان رسول شوی دی.

په مندر د تېر خالي، شنبې، په ورځ دغه حمله په داسې مهال شوي چې هندوانو د خوشحالۍ دستوره "هولي" لمانځله. په هدف شوی مندر د عبادت دپاره لا نه دی پرانېستل شوی.

په پاکستان کى د لږکيو د مذهبي ځايونو د نګرانۍ حکومتي ادارې اي ټي پي بي يا ايويکيو ټرسټ پراپرټي بورډ يو چارواکى لخوا ځايي پوليس سټيشن کې د درج مقدمې ترمخه تر ١٥ پورې نامعلومه تنانو د راولپنډۍ په پرانا قلعه نومې سيمه کى د تيرو ٨٠ کاله راهسى موجود مندر باندى حمله کى د ودانۍ مرکزي ګيټ او پوړو ته زيان رسولى او بيا تښتيدلي دي

سرکاري چارواکو ويلي حکومت د مندر سره نيزدي غير قانوني دکانونه رانړولي او دا وخت حکومت د مندر د بحالۍ په کار لاس پورې کړی دی خو لا تر اوسه د عبادت لپاره نه دی پرانیستل شوى.

د هندوانو سازمان پاکستان هندو کونسل په مندر د حملې غندنه کړې او د حکومت څخه ېې په حمله کې د ککړو تنانو د نيولو غوښتنه کړې ده.

د کونسل مشر او د واکمن تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر رميش کمار په مندر حمله د حکومتي ادارى اي ټي پي بي نااهلي بللې ده.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کى رميش کمار ويلي داسى لګي اي ټي پي بي نه خو په خپل سر او نه ېې ځاي انتظاميه د مندر د حفاظت په معامله باور کى اخېستى وه.

تېر کال دسمبر مياشت کى د خيبر پښتونخواه په کرک کې په مبینه توګه د ځايي مذهبي مشرانو په لمسه په سلګونوکسانو يومندر رانړولى و.

د پاکستان سپريم کورټ د دغه پيښې په اړه د اوريدنې پريرکړى دلارى قضييه کى ککړ تناو په خرچه د کرک مندر د بيا جوړښت حکم ورکړى و

دکرک د پيښى او د هيواد په نورو برخو کى د هندوانو د مذهبي ځايونو خوندي ساتلو په اړه جوړ کميشن په خپل رپورټ کي په حکومتي ادارې اي ټي پي بي په کردار سختى نيوکى کړي دي.

سپريم کورټ ته ورکړى شوى شعيب سډل يو کسيزه کميشن رپورټ ترمخه دا وخت پاکستان کى ٣٦٥ مندرو کى ٦٥ هندو اقليت اتنظام د اي ټي پي بي سره دى او حکومتي ادرى سره ز

يواځي ١٣ مندرو انتظام دى او حکومت پاتى مندرونه په خپل حال پريښودى دي

وي او ای ډيوه سره خبرو کى د هندو اقليت بل يو دواکمن تحريک انصاف د قامي اسمبلى غړى جی پر کاش دريځ خپل کړى غوره به دا وي چي حکومت د هندو اقليت کوم يو تن د اويکيو پراپرټي ټرسټ بورډ مشر وټاکي

کال ٢٠١٧ سرشميرنو ترمخه هندوان تر ټولى اقليت دي چى ابادې ېې ٨ ملينه ده او دوي د ملکي ابادى ٢٠١٤ فيصدې جوړيګي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG