لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان ایي ایم ایف نه 90 کروړه ډالرو ترلاسه کیدو ته هیله مندي ښودلې
تازه خبر

پاکستان ایي ایم ایف نه 90 کروړه ډالرو ترلاسه کیدو ته هیله مندي ښودلې


دپاکستان دحکومت او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ترمينځ د ځنډ ښکار د قرض پروګرام د بيا پرځائ کولو لپاره خبرې روانې دي او د پاکستان حکومت هېله لري چې ايي ایم ایف به پاکستان ته د 90 کروړه ډالرو قسط زر جاري کړي.

د نړیوالې مالياتي ادارې اي ایم ایف چارواکو منلې ده چې د پاکستان سره د راتلونکي مالي کال 2022م اؤ 23م په بجټ مهم پرمختګ شوی خو وايي دا خبرې دې پړاو ته نه دي رسيدلي چې پاکستان ته د 90 کروړه ډالرو قسط جارى کړی شي.

د پاکستان او ايي ایم ایف ترمنځ د شپږو اربو ډالرو دقرض دپروګرام د بحالۍ خبرونه په داسې حال کې خپاره شوي چې هېواد دا وخت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې هم په چټکتیا سره غورځېږي.

وي او اې اردو څانګې ته دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف يو چارواکي وېلي چې د پاکستاني چارواکو او ايي ایم ایف ترمنځ د اقتصادي ثبات په تګلاره خبرې روانې دي او زياته کړې یې ده چې د خبرو په مهال د راتلونکي مالي کال 2022م 23م په بجټ هم مهم پرمختګ شوی دی.

البته د ايي ایم ایف چارواکي واضحه کړې چې د پاکستان او ايي ایم ایف روانې خبرې دې پړاو ته لا نه دي رسېدلي چې پاکستان لپاره د 90 کروړه ډالرو قسط جاري کړی شي.

د پاکستان په ځايي مطبوعاتو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې د پاکستاني چارواکو او ايي ایم ایف ترمنځ د قرض پروګرام د بحالۍ او د قسط جاري کولو په موخه روانې خبرې کامیابې شوي دي.

د پاکستان په اقتصادي وضعیت او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره په روانو خبرو نظر لرونکي خبريال مهتاب حېدر ډيوه سره په دې اړه خبرو کې ويلي چې د ايي ایم ایف سره په بجټ لوظنامه شوې او د مامورینو په کچه تړون لا نه دی شوی.

نوموړي وويل د پاکستاني چارواکو او ايي ایم ایف ترمنځ د مذاکراتو په مهال پاکستان موافقه کړې چې هغه به خپل مالياتي ځاندرې ته بيا کتنه کوي او مخکې وايي ايي ایم ایف د محصولاتو د مرکزي بورډ ایف بي ار لپاره د محصولاتو هدف هم زيات کړی دی.

نوموړی وايي د پاکستان د مرکزي بنک سره په ځینو معاملو خبرې پاتې دي او چې څنګه دا خبرې پائ ته ورسىږي نو بیا به لوظنامه کېږي چې په راتلونکې هفته کې یې د لاسلیک کيدو امکان دی.

هغه وايي ايي ایم ایف د پاکستان لپاره د پټرولیم لېوي هدف د 750 اربو روپو څخه 550 اربو روپو ته راکم کړی او د جولایي د مياشتې د اولنۍ نېټې نه به د يو لېټر په سر د تېلو په نرخ کې 30 روپۍ اضافه پېل کېږي او دا اضافه به په مرحله وار ډول کېږي.

پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې یې په تېزۍ سره کمېږي او مرکزي بانک وايي د زر مبادلې مجموعي حجم 15 ارب ډالرو ته لاندې راغلی، هم دا شان د درامداتو حجم هم 70 ارب ډالرو ته رسېدلې دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ د اتحادي حکومت د جوړېدو راپدېخوا د ډالر په مقابله کې کې د روپۍ په ارزښت کې 25 روپۍ اضافه راغلې ده.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې خبري اېجنسۍ روېټرز سره خبرو کې وېلي چې د ايي ایم ایف سره په بنيادي توګه په بجټ او مالياتي ګامونو اتفاق شوی دی.

هغه وبلي چې پاکستان د ايي ایم ایف څخه د پورې دمودې غځولو او په دې رقم کې دلا پراختیا هيله لري.

په عېن حال کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې د خزانې وزیر شوکت ترین د شورو په ورځ اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې د پاکستان حکومت او ايي ایم ایف ترمنځ د قرض پروګرام د بحالۍ په شرطونو ټکونه کړي او وایي دې سره به دګرانۍ طوفان راشي او د ګرانۍ کچه به 40 فيصدي ته ورسي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د پاکستان اوسني اقتصادي حالت ته په کتو وايي باید چې د پاکستان لپاره د ايي ایم ایف پروګرام زر تر زره بحال شي او مهتاب حيدر وايي پاکستان سره د ایي ایم ایف د لوظنامې پرته بله لاره نشته ولې چې د بهر ملکي زر مبادلې ذخایر په تېزۍ سره کمېږي.

خو د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان د ايي ایم ایف سره د قرض په پرورګرام ټکونه کوي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل کوم هېواد چې هم د قرض لپاره د ایي ایم ایف په پروګرام کې يو ځل شامل شوی نو هغه بيا له دې چرته بېرته نه دی راوتلی.

هغه وايي د وېنزوېله مثال په وړاندې دی او هلته د ايي ایم ایف د تګلارو له کبله اوس کميونسټ رژيم په واک کې راغلی او جمهوریت ختم شوی.

دی وايي چې په ولس کله زيات پېټی واچول شي نو هغوي بيا د نظام نه بغاوت کوي او پکار ده چې د پاکستان حکومت د ايي ایم ایف پروګرام په داسې ډول لاګو نه کړي چې دلته جمهوریت ختم او آمرانه نظام ته لاره هواره شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستاني چارواکو او ايي اېم اېف ترمنځ خبرو کې د راتلونکي مالي کال بجټ کې د ټېکسونو هدف د 7 زره، 5 اربو روپو څخه 7 زره، 450 اربو روپو ته په رسولو اتفاق شوی او دمالیې د وصولیو هدف د 950 ارب روپو نه 1 زر، 5 ارب روپو ته په رسولو سلا راغلې ده.

اخوا پاکستان ته د يورپي اتحادیې لخوا د ورکړی شوي جي ایس پي پلس د اسانې غځولو او د پاکستان لخوا په 27 کنونشنز د عمل درامد دجاج اخستو لپاره د يورپي يونين يو څارندویه مشن هم اسلام اباد ته راغلی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي دا مشن به د بشري حقونو، د ماشومانو د مشقت د ختمولو ترڅنګ د مزدورانو د حقونو د صورتحال جاج اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG