لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو وزارت:د دریوؤ کالو دننه پاکستان کې دغېرت په نوم 1025 ښځې وژل شوي دي


په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف په دې شمېرو د ډيوه سره خبرو کې وايي په پاکستان کې هرکال د زرو څخه زياتې ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي
په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف په دې شمېرو د ډيوه سره خبرو کې وايي په پاکستان کې هرکال د زرو څخه زياتې ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت وېلي چي د تېرو دريوؤ کلونو پرمهال ټول ملک کې په ښځو د تشدد د 63 زرو څخه زياتې مقدمې درج کړی شوې دي او د دريوؤ کلونو په موده کې نزدې 1025 ښځې د غېرت په نامه وژلي شوي هم دي.

د بشري حقونو د مرکزى وزارت لخوا د تېرې نهې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه ورکړل شوو تفصيلاتو کې وېل شوي چې په تېرو دريوؤ کلونو کې 3987 ښځې وژل شوي او په دې مهال نزدې 10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی دی.

د بشري حقونو د وزارت په شمېرو کې ويل شوي چې يوازې په کال 2019 کې په ښځو د تشدد 25389 مقدمې ثبت شوي دي او هم دا ډول کال 2020 کې د ښځو په ضد د جنسي تېريو او بدکارۍ په ګډون 23789 پېښې مخې ته راغلي او کال 2021 کې په ښځو د تشدد په لړ کې 14189 مقدمې هم درج شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف په دې شمېرو د ډيوه سره خبرو کې وايي په پاکستان کې هرکال د زرو څخه زياتې ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي.

هغه وايي پخوا به د هېواد په لېرې پرتو کلي والو علاقو کې ښځې د غېرت په نامه وژل کېدې خو اوس ددې چلند لړۍ په ښاريو کې هم په نظر راځي.

د بشري حقونو د مرکزي وزارت د شمېرو له مخې کال 2019 کې د پاکستان دننه 1589 ښځې وژل شوي دي او په دې کې نزدې 391 ښځې يوازې د غېرت په نوم قتل شوي دي.

هم دا راز د شمېرو ترمخه کال 2020 کې 1569 ښځې وژل شوي او 3887 ښځې د جنسي زياتي ښکار شوي دي او هم داشان پدغه کال کې 397 ښځې د غېرت په نامه وژل شوي دي.

د بشري او ښځو د حقونو وتلې مبارزه فرزانه باري ډيوه سره خبرو کې وایي د ښځو خلاف د تشدد، جنسي تېريو او د غېرت په نامه د هغوي د وژنو شاته په ټولنه کې رایج پدري دسړو نظام دی او په داسې نظام کې ښځه او سړی برابر نه ګڼل کیږي.

هغه وايي زمونږ په ټولنه کې سړې حاکم او ښځه د هغه ذاتي ملکيت ګڼل کېږي "نو ځكه زموږ په ټولنه کې د سړي عزت د ښځې د چال چلند سره تړل شوی دې"

د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسېن پيرزاده اسمبلۍ ته په ليکلي شوي ځواب کې وېلي چي حکومت د دستور او نړیوالو لوظنامو لاندې د ښځو د حقونو او تحفظ لپاره کار کوي او داسې د بشري حقونو وزارت د ښځو او ماشومانو حقونو ته د ځانګړې پاملرنې په ترڅ کې د خلکو دننه د بېدارۍ پېدا کولو په موخه يوه منصوبه هم پېل کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله شبينه ایاز ډيوه ته وايي د تېرو لسو کلونو راهیسې د ښځو خلاف د تشدد شمېرې راغونډوي او په دې کې هرکال اضافه کېږي.

هغه وايي د ښځو خلاف د جرمونو مخنیوی هله ممکنه کېدای شي چې د تشدد سره مخ ښځو ته خپل قانوني حق معلوم وي چې د تشدد پرضد د قانون لارې خپلولو لپاره به چرته ځي او دا به څنګه رپورټ کوي؟

اغلې ایاز بيا وايي ددې سره سره د خدماتو ادارې لکه پوليس هم باید خپل مسولیت په سم ډول پوره کړي.

"مونږ ګورو چې پولیسو ته هم دا علم نشته چې د ښځو پر خلاف د تشدد قوانين څه دي او کله چې ايف ايي ار غلط درج شي نو مونږ وينو چې ککړ کسان د عدالتونو څخه بري کېږي"

د بشري حقونو وزارت وېلي چي هغه د ښځو پرضد د تشدد په اړه يوې کوټلې تګلارې ته غوڅه بڼه ورکوي او دا به د ښځو خلاف د هر رقم تیري مخه ونیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG