لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې بجلي گرانه او ټېکسونه زیات کړي، د اي اېم اېف غوښتنه


اقتصادي ماهرین وايي پاکستان دا وخت د ايي اېم اېف قرض ته سخته اړتیا لري
اقتصادي ماهرین وايي پاکستان دا وخت د ايي اېم اېف قرض ته سخته اړتیا لري

پاکستاني میډیا وايي د هېواد د خزانې وزارت چارواکي او د پاکستان په سفر د نړیوالې مالیاتي ايي اېم اېف افسران پاکستان ته د اربونو ډالرو قرض ورکولو لپاره د معاهدې په اړه خبرو کې د یو بل سره اختلافات لري.

خو د پاکستان وزیراعظم د مالي چارو صلاحکارعبدالحفیظ شېخ میډیا ته ویلي د اي اېم اېف سره خبرې مثبت اړخ ته روانې دي او په نتیجه کې به یې د اقتصادي ترقۍ منصوبې مخ په وړاندې بوتلو کې مرسته وکړي.

د اي اېم اېف یوه ډله دا وخت د پاکستان په سفر ده چې د خواوشا ۶.۵ ارب ډالرو قرضې په سر د پاکستان اعلا چارواکو سره خبرې اترې کوي.

اي اېم اېف د پاکستان د محصولاتو ادارې فیډرل بورډ آف ریوینیو یا ایف بي آر نه په ملک کې خرڅیدونکو سامانونو باندې د ویلیو ایډډ ټیکس په نوم زیاتي ټیکس عملي کولو او په سیلزټیکس، آمدن ټیکس او کسټم ټیکس کې ورکړل شویو اسانتیاو ختمولو غوښتنه کړې. که چېرې پاکستان دغه غوښتنې مني نو په ولسي کچه کې د تحریک انصاف د حکومت شهرت ته نقصان رسېدی شي.

د پاکستان او آي ایم ایف ترمنځ د مالي برابروالي Fiscal adjustment په سر اوس هم غټ اختلافونه موجود دي. آي ایم ایف دریځ لري چې پاکستان دې په راتلونکي مالي بجټ کې په جنرل سیلزټیکس، انکم ټیکس او کسټم ټیکس کې ورکړل شوي رعایتونه ختم کړي.

پاکستاني چارواکي وايي په ولس د بوج اچولو پر ځای حکومت په هغو ادارو د زیاتو ټیکسونو لګولو تجویز ورکړی چې زیاته ګټه کوي خو ددې سره سره به څه بوج په ولس هم اچول کیږي.

آي ایم ایف د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د مالي خسارې کمولو لپاره د ټیکس راغونډولو هدف د ۵.۴ کهرب روپو نه ۵.۶ کهرب روپو ته زیات کړي خو د پاکستان د محصولاتو قامي اداره وايي دوی د ۵.۱ نه تر ۵.۲ کهرب روپو پورې ټیکسونه راغونډولی شي.

آیم ایم ایف واي پاکستان له به د بجلۍ نرخونه هم زیاتول وي چې د کال ۲۰۱۹جولاي میاشت آخر پورې د بجلۍ خساره په مکمله توګه ختمه کړي. په پاکستان کې د بجلۍ د غلا کیدو له کبله د واپډه محکمه په غټه کچه د بجلۍ خسارې سره مخ ده.

پاکستان د نړۍ د نورو ملکونو په نسبت ډېر کم خلک نېغ په نېغه ټیکس ورکوي او زیاتره خلک په خپل آمدن او کاروبارونو باندې ټیکس نه ورکوي.

د پاکستان د محصولاتو ادارې ترمخه دا وخت د ملک د یو فیصد نه هم کم خلک نېغ په نېغه ټیکس ورکوي. د ایف بي آر سرکاري شمېره ښاي چې په ټول ملک کې ۱.۴۴ ملینه خلک په باقاعده توګه ټیکس ورکوي.

اقتصاد پوهان وايي ترڅو چې پاکستان د خپل ټیکس راغونډولو نظام سم کړی نه وي ترهغه وخت پورې د ملک اقتصاد په خپلو خپو نه شي ودریدی.

پاکستان دا وخت بهر ملکونو ته خپل جوړ سامانونو برامد کولو په نسبت د نورو ملکونو نه د زیاتو پیسو سامانونه راغواړي کوم چې د ملک لپاره زیاتي بوج دی.

د پاکستان اقتصاد پوهان وايي د تحریک انصاف حکومت له د واک ترلاسه کولو سمدستې وروستو قرض ترلاسه کولو لپاره آي ایم ایف ته تګ پکار وو. سیاسي اپوزیشن مشران او ځنې اقتصاد پوهان وايي د تحریک انصاف حکومت د ملک چلولو لپاره تراوسه پورې یو ښه اقتصادي پلان نه لري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په واک کې د راتلو وړاندې د ملک په واکمنانو باندې د نړیوالو ادارو نه قرضونه اخستو باندې سختې نیوکې کولې او هم دغه وجه وه چې نوموړی په واک کې د راتلو وروستو اول کوشش کوو چې د ملک اقتصاد ښه کولو لپاره د ملګرو ملکونو نه قرضې واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG