لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايي اېم اېف وايي د پاکستان د اقتصادي پرمختګ کچه به د حکومت د اندازې نه لاندې وي


 د کال 2020 په خپله اقتصادي منظر نامه کې ايي اېم اېف وايي چې د روان مالي کال په دوران کې به د پاکستان د اقتصاد د ودې شرح 1 فيصد او د ګرانۍ شرح به 8.8 فيصد وي او د بې روزګارۍ شرح به 5.1 فيصد ته پورته کېږي

نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سږ کال په پاکستان کې د ګرانۍ او په بې روزګارۍ کې د اضافې سره د هېواد د اقتصادي ودې په شرح کې د کمي اټکل کړی دی.

د کال 2020 په خپله اقتصادي منظر نامه کې ايي اېم اېف وايي چې د روان مالي کال په دوران کې به د پاکستان د اقتصاد د ودې شرح 1 فيصد او د ګرانۍ شرح به 8.8 فيصد وي او د بې روزګارۍ شرح به 5.1 فيصد ته پورته کېږي. اقتصاد پوهان د اي اېم اېف دا تازه شمېرې د پاکستان د اقتصاد لپاره مايوس کن بولي او وايي په پاکستان کې به بې روزګاري نوره هم سېوا شي.

د ايي اېم اېف دا شمېرې په داسې حال کې جارى کړي چې اقتصاد پوهان د وړاندې نه دپاکستان اقتصادي وضعه خرابه بولي.

اقتصاد پوه ډاکټر شاهد حسن صديقي وي او ای ډيوه ته د ايي اېم اېف د کال 2020 د اقتصادي منظر نامې په اړه وايي دې د پاکستان د حکومت هغه دعوې بې بنياده وګرځولې چي په کې یې سږکال د هېواد د اقتصاد د ودې شرح تر 2 فيصد پورې د سېوا کېدو ويلي وو. هغه وايي که څه هم حکومت د ګرانۍ د مخنوي لپاره دا مهال په ملک کې کرېک ډاون پېل کړی خو دغه ګامونه به ګراني په عارضي توګه قابو کړي. شاهد حسن صديقي بيا وايي، په پاکستان کې د ګرانۍ اصلي وجه د حکومت د ټېکسونو او نورې اقتصادي پاليسېانې دي. ښاغلی صدیقي ويني چې د ګرانۍ او بې روزګارۍ دا موجوده شرح به د موجوده حکومت په پينځه کاله موده کې ېو په دوه شي.

د پېښور پوهنتون د اکنامکس څانګې استاد ځلاکت خان په خپله څېړنه کې وي او ا ی ډيوه ته وايي اي اېم اېف چې د پاکستان د اقتصادي ودې، ګرانۍ او بې روزګارۍ په هکله کومې شمار شمېرې جارى کړي هغه د هېواد د اقتصاد مايوس کن انځور وړاندې کوي. هغه واي ځکه چې پاکستان د راتلونکې کال لپاره د اقتصادي ودې حدف 2.1 مقرر کړی و او ايي اېم اېف وايي دا به هيله 1 فيصدي وي.

XS
SM
MD
LG