لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: اوس هم دا خطره شته چې پاکستان دې تور فهرست کې شامل کړی شي


پاکستان د فاېننشیل اېکشن ټسک فورس یا اې اېف ټي اېف په تور فهرست کې د اچول کېدو خطره رد کړې او ویلي یې دي چې نړۍ ته یې په دې باور ورکولو کې بریالي شوي چې هغه د ترهگرو د مالي مرستو او د پیسو په غېرقانوني ډول د ترسیل د مخنیوي دپاره په زړه پورې اخیستي دي.

خو اقتصادي څیړنکاران بیا خبرداری ورکوي چې په تور فهرست کې د پاکستان د شاملېدو خطره اوس هم پر خپل ځای پاته ده.

دا چې آیا پاکستان په تور فهرست کې شامل کړی شي او کنه، دا فیصله به به هغه وخت کیږي چې د اکټوبر په وروستیو کې آسیا پاسفیک گروپ خپل فاینل رپوټ په پرېس کې د اېف اې ټي اېف د کاري ډلې غونډې ته وړاندې کړي.

په امریکا کې د وودرو وېلسن څېړنیز مرکز د ساوت ایشیا پروگرام نایب مشر مایکل کوگلمن وایي: "دا چې تر اکټوبره پورې به هېڅ ډول فیصلې نه کیږي، اسلام آباد باید په دې پوه شي چې په بنکاک کې که هرڅه ویلی شوي، خو تر اوسه لا خطره له منځه نده تللې."

د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر حماد اظهر په مشرۍ یو پنځلس کسیز هیئت په بنکاک کې له اسیا پسفیک گروپ سره وکتل او د اسلام آباد پرمختگونه یې وارزول.

تر اوسه د بنکاک غونډې نتایج ندي رابرسېره شوي، خو د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر حماد اظهر یې په اړه خوشبیني ښودلې او ډاډ یې څرگند کړی چې پاکستان به په راتلونکي کال کې تور فهرست ته شامل نکړی شي.

حماد اظهر د اتوار په ورځ لاهور ښار کې يو خبري کانفرنس ته وویل چې "مونږ نړۍ ته په دې تاثر ورکولو کې بریالي شوي یو چې پاکستان د ترهگرو د مالي مرستو او د پيسو په غير قانوني ډول ترسيل د مخنیوي دپاره په تير يو کال کې غټ پرمختګ کړی خو د دې دا معني نه ده چې ګني پدې اړوند د نور کار حاجت نشته."

هغه زیاته کړه چې "مونږ بايد چې د ايف اې ټي ايف په حواله د بهترې اميد وساتو او د ايف اې ټي ايف په راتلونکې غونډه کې د پاکستان نوم په تور نوملړ کې د اچولو خطر نشته."

سره له دې چې پاکستان د ترهگرو ډلو او د هغو د مالي سرچینو پر خلاف د مبارزې په برخه کې د پرمختگونو خبر ورکوي، خو ځیني څیړونکي ټینگار لري چې پاکستان پوره کار ندی کړی.

د آی اېم اېف یو پخوانی سینیر استازی ندیم الحق وایي چې پاکستان ښایي د اېف اې ټي اېف نور شرطونه پوره کړي وي، خو تر اوسه یې د "معلومداره ترهگرو" پر ضد کومه حقیقي مبارزه نده کړې.

هغه وایي: "پاکستان د هغو معلومداره ترهگرو په نیولو کې پاته راغلی کوم چې نړۍ یې نیول غواړی. اصلي ستونزه همدا ښکاري. نور شرطونه تر یو حده پرځای شوي دي."

بل لور ته په امریکا کې د کارنیگي اېنډاومېنټ د سویلي آسیا یو څیړونکی جېمز شوېملېن هم په دې باور دی چې پاکستان ډېر کم گامونه اوچت کړي دي. شوېملېن وي او اې ته وویل: "تر اوسه داسې معلومیږي چې چارواکو د اېف اې ټي اېف د شرطونو پرځای کولو دپاره، لږ گامونه اخیستي دي، لکه د بېنکي کاتو بندول او د شتمنیو ضبطول، خو د شرطونو له پوره پرځای کولو نه ډېر لېرې پاته دي."

اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبريال او څيړنکار شهباز رانا هم ډيوه ريډيو سره خبرو کې ویلي پاکستان چې په تير يو کال کې د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره کوم ګامونه پورته کړي، د هغوی پر اساس ويلې شي چې په تور فهرست کې به لاړ نشي خو زیاته یې کړه چې دا خطر په موقتي توګه شاته تللې دې او نه ګڼي چې د پاکستان نوم به د خړ نوملړ نه وښکل شي او ښکاري داسې چې نوم به یې د لا نورو ٦- ٨ مياشتو پورې په خړ فهرست کې پاتې شي.

څيړونکي وايي که پاکستان په تور فهرست کې واچول شو نو د وړاندې څخه غير مستحکم اقتصاد به ې د سخت زيان سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG