لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان وایي که پاکستان آي ایم ایف سره د پور بل تړون کوي ګراني به نوره هم زیاتېږي


د اقتصادي چارو ماهرين وايي انتخاباتو کې د مبينه درغلیو ستونزه به د پاکستان کورنۍ معامله پاتې وي خو که د شهباز شريف په مشرۍ کې اتحادي حکومت د آي اېم اېف سره يوه بله اږود مهاله د قرض لوظنامه لاسلیک کوي نو ګراني به لا نوره سېوا کېږي.

ماهرين وايي پاکستان تحریک انصاف ګوند چې د يو پياوړي اپوزيشن ګوند په توګه به قامي اسمبلۍ کې موجود وي ددغه پیاوړي اپوزیشن په موجودیت کې به شهباز شريف ته حکومت کول او خپله اقتصادي اېجنډا په وړاندې بوتلل نوره هم ګرانه وي.

د آي اېم اېف وياندې په خپل بېان کې ویلي چي نړيواله مالياتي اداره د معاشي ثبات او ودې لپاره د اييني چاپیریال اهمیت په نظر کې لري او د ټولو انتخابي شخړو په پرامنه توګه د هوارولو حوصله افزاي کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي آي اېم اېف ویلي چې هغه د يو هيواد په کورنيو شخړو د خبرې کولو منيډېټ نه لري، البته ادارې د پاکستان د اقتصادي استحکام په بنيادي چارو خبرې کړي دي.

د مالي چارو خبريال مهتاب حېدر وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، راتلونکي مالي کال کې به پاکستان ته د ايي اېم اېف په ګډون نورو مالياتي ادارو ته د سود او اصل رقم په مد کې نزدې 24 اربه ډالره قرضه واپس کول وي.

هغه وایي چې ددې قرضې ستنولو سره که د جاري کهاتې 5 اربه ډالره خساره هم شامله کړی شي نو دا ټول 30 اربه ډالره جوړيږي نو ځكه پاکستان سره د آي اېم اېف يو پروګرام ته له تګ پرته بله لاره نشته.

د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ تېر کال د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله پور تړون شوی ؤ ؤ او دا هېواد لا هم د مخ په سېوا کيدونکې ګرانې، د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر او زر مبادلې د کمي د ستونزو سره مخ دی او اقتصادي مشکلات یې هم برقرار دي.

د اقتصادي چارو څېړنکار شهريار بټ وايي پاکستان کې د انتخاباتو د مبينه درغلیو معامله به هم ددې هېواد کورنۍ معامله پاتې کېږي ولې پاکستان ته دا مهال آي اېم اېف ته د پاتې 1.2 اربه ډالرو د قسط ضرورت دی او امکان دی چې دا به پاکستان ته ترلاسه شي.

هغه وایي دا احتمال هم شته چې پاکستان به د آي اېم اېف سره د 6 اربه ډالرو يوه بله د‌پور اوږد مهاله لوظنامه هم وکړي.

د شهریار بټ په خبره "که مونږ زر د آي اېم اېف په يو بل پروګرام کې شامل شو نو د پاکستان دوست هېوادونه به هم مالي مرستو کولو ته تیار شي او په نړيوال کچ به نورې قرضې اخستل هم اسان شي او ددې سره سره نړيوال قرض ورکونکې ادارې لکه نړیوال او اېشایي ثرقياتي بینک به هم د پاکستان په اقتصاد او حکومت د اعتماد اظهار وکړي">

پاکستان کې تېره مياشت د ترسره شوو عامو انتخاباتو وروسته شهباز شريف يو ځل بيا وزیر اعظم منتخب شوی او له انتخاباتو وروسته د سياسي بې باورۍ صورتحال کې يو څه کمی ليدل کېږي خو د پاکستان اقتصادي ستونزې لا هم هغه شان پځای دي.

د اقتصادي چارو ماهيين وايي د اقتصاد په حواله به د شهباز شريف حکومت د درې قسمه چېلنجونو سره مخ وي چې پکې سختې اقتصادي فېصلې، اصلاحات کول او د زيان سره مخ د سرکاري ادارو شخصي څانګې ته سپارل شامل دي.

اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امین ډیوه ته وایي په ګرانۍ قابو موندل به هم حکومت ته يو لوي چېلنج وي.

هغه وایي"که مونږ آي ایم ایف ته ځو نو د بجلۍ او ګېسونو قيمتونه به نور هم زياتيږي او رعایتونه به را کميږي اوس حکومت ددې د راکمولو لپاره څه لاره خپلوي دا به يو ستر چېلنج وي"

پاکستان تحریک انصاف په پارليمان کې د سني اتحاد کونسل سره الحاق کړی او د پخواني وزیر اعظم عمران خان ګوند به په قامي اسمبلۍ کې دننه د يو لويې مخالف ګوند په حیث موجود وي او د سياسي چارو کارپوهان وايي دا ځل به د مسلم لیګ نون ګوند لپاره حکومت کول اسان نه وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG