لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف: د پاکستان د اقتصادي پرمختگ شرح به د توقعاتو نه ډیره کمه وي


ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي که چېرې د اقتصاد د ترقۍ شرح په دغه ځای پاتې شوه نو وزیراعظم عمران خان به ولس ته د ١٠ مېلینه روزگارونو ورکولو لوظ پوره نکړی شي
ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي که چېرې د اقتصاد د ترقۍ شرح په دغه ځای پاتې شوه نو وزیراعظم عمران خان به ولس ته د ١٠ مېلینه روزگارونو ورکولو لوظ پوره نکړی شي

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانیټري فنډ ویلي سږ کال به د پاکستان د اقتصادي پرمختگ کچه دوه اشاریه نهه فیصد وي، چې د وزیراعظم عمران خان د حکومت د توقعاتو نه ډیره ټیټه کچه ده.

ايی اېم ایف اټکل وکړو چې د پاکستان اقتصاد به د کال ٢٠٢۴ په دغه کچه ترقي کوي.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي چې د پاکستان د اقتصاد په اړه دا کومې نړیوالې ادارې تر ټولو ټیټ اټکل دی.

ورلډ بېنک د پاکستان د اقتصادي ودې شرح درې اشاریه څلور فیصد او ایشیايي ترقیاتي بېنک درې اشاریه نهه فیصد اټکل کړي.

ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي که چېرې د اقتصاد د ترقۍ شرح په دغه ځای پاتې شوه نو وزیراعظم عمران خان به ولس ته د ١٠ مېلینه روزگارونو ورکولو لوظ پوره نکړی شي.

ايي اېم اېف د پاکستان د اقتصاد په اړه خپل تازه اټکل په داسې حال کې کړی دی چې د خزانې وزیر اسد عمر پاکستان د اقتصادي کړکیچ نه د ویستلو دپاره د ادارې نه د قرض اخیستلو په غرض واشنگټن ته رسیدلی دی.

د ايي اېم اېف رپورټ وايي په پاکستان کې به د گرانۍ شرح د شپږ فیصد پرځای اووه اشاریه شپږ فیصد ته اوچتیږی او د بجټ خساره به اووه اشاریه دوه فیصد حد پورې د پاتې کېدو امکان دی. دغه شمیره په اینده مالي کال کې د زیاتېدو امکان دی.

رپورټ وايي په موجوده مالي کال کې به د بجټ یا مالیاتي خساره پنځه اشاریه دوه فیصداو په اینده کال کې به دا څلور اشاریه دوه فیصد وي. تېر شوي کال کې دغه شمېره شپږ اشاریه یو فیصد ریکارډ شوې وه.

د ايي اېم اېف د رپورټ ترمخه به سږ کال په پاکستان کې د بې روزگارۍ شرح شپږ اشاریه یو فیصد او په راتلونکي کال کې به دا شپږ اشاریه دوه فیصد وي.

ماهرین وايي ترڅو پاکستان د اقتصاد په مد کې بنیادي اصلاحات وه نکړي معاشي مشکلات به یې ختم نشي.

د پېښور یونیورسټۍ د اقتصادو د مطالعې څانگې مشر زلاکت خان ملک وي او ای ډیوه ته وویل په تېر بجټ کې د اقتصادي پرمختگ شرح پنځه فیصد ټاکل شوې وه چې ترلاسه نشوه. هغه اټکل وکړو چې په موجوده حالاتو کې د پاکستان اقتصاد به د درې اشاریه څلور او درې اشاریه پنځه فیصد په شرڅ ترقي وکړي.

زلاکت خان ملک وویل د پاکستان د معاشي مشکلاتو د حل دپاره نه یوازې د اصلاحاتو ضرورت دی بلکې حکومت ته پکار دي چې د خارجي او د هېواد دننه سرمایه کارۍ مرسته وکړي. هغه وویل د ټېکسونو یا د ماليي مد هم اصلاحاتو ته اړتیا لري چې دا رنگ د حکومت په امدن کې اضافه وشوي.

ايي اېم اېف خپل رپورټ کې سږ کال به په پاکستان کې د گرانۍ شرح اووه اشاره شپږ او په راتلونکي کال به دا اووه فیصد وي. په کال ٢٠١٧ او د کال ٢٠١٨ د گرانۍ یا انفلېشن شرح درې اشاریه شپږ فیصد وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG