لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړیوالې مالي ادارې اي اېم اېف او پاکستان ترمنځ خبرې غځول شوي دي


د مارچ د ۱۴ نېټې په دې تصویر کې د پاکستان او ايي اېم اېف چارواکي د مذاکراتو په میز ناست لیدل کېږي
د مارچ د ۱۴ نېټې په دې تصویر کې د پاکستان او ايي اېم اېف چارواکي د مذاکراتو په میز ناست لیدل کېږي

د نړیوالې مالي ادارې اي اېم اېف او پاکستان ترمنځ روانې خبرې غځول شوي دي. ميډيا ته ترلاسه شوي معلومات ددې علت د دواړو خواوو ترمنځ د ځينو مالي حدفونو ترلاسه کولو په سر د باور کمې ښي.

د پاکستان او نړیوالې مالي ادارې، ای اېم اېف، تر منځ خبرې په ټاکل شوو ورځو کې سر ته ونه رسېدې. په پاکستان کې نزدې ټول مطبوعات د چارواکو لخوا وايي چې دواړه خواوې کوم اتفاق ته رسېدلي نه دي.

تر اوسه راغلي رپوټونه وايي ای اېم اېف د جون د میاشتې پورې د مالیو هدف تر سره کولو، د بجلۍ او ګېس نرخونو او ځېنو برخو کې د حکومتي رعایتونو په اړه د اوسني حکومت نه باوري ګامونه غواړي.

اقتصاد پوه خالد وليد وايي "مونږ ته د ټېکس رېټ راکمولو او د دې د جال پراخولو ضرورت دی ،د ټېکس جال داسې پراخېدی شي چې هغه څانګې په چا چې تراوسه ټېکس نشته هغه د ټېکس په داېره کې راوستل شي، لکه زراعت، د پرچون سېکټر او د مځکو د اخستو خرڅولو کاروبار که پدې څانګو ټېکس ولږول شي نو د ماليو جال پراخېدی شي."

دا ځل که په ظاهره د ای اېم اېف او پاکستان تر منځ خبرې اوس لوړې ژورې لري خو تر اوسه د بازار غبرګون مثبت ښکاري. د کراچۍ د ونډو بازار نن هم یو فیصد بره تللی او روپۍ هم د امریکاي ډالر مقابله کې یو څه پښې ټینګې کړي خو د پاکستان زیاتېدونکې تجارتي خساره پاکستان د ای اېم اېف قرض ته مجبور کړی دی.

د قاید اعظم پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاذ جاوېد اقبال وايي "مونږ د 90 اربه روپو درامدات کوو او زموږ برامدات 30 ارب ډالر دي، دې کې د 60 ارب ډالر د جاري کاتې خساره ده، دا خساره په ترسيلاتو هم نه پوره کېږي نو مونږ سره د اي اېم اېف نه بغېر بله لاره نه ده پاتې."

پاکستان او اقتصاد پوهان د چین یا عرب هېوادونو نه د پورونو پر ځای د ای اېم اېف یا نړیوال بېنک قرض غوره ګڼي ځکه چې یو خو د دې د سود کچه کمه وي او بل دا په مالي برخه کې په پاکستان اعتبار زیاتوي خو وتلې اقتصاد پوه او پخواني مشیر اشفاق حسن خان وي او ای ډیوه ته ویلي وو چې د ای اېم اېف قرضې د اقتصاد وده نه زیاتوي.

اشفاق حسن خان وايي "مونږ خو د کال 1988 راپدېخوا په پرله پسې توګه د اي اېم اېف په پروګرام کې پاتې شوي وو، ولې پدې موده کې نه معاشي استحکام راغې او نه اقتصادي وده وشوه، اقتصاد هله وده کړې کله چې مونږ د اي اېم اېف پروګرام نه وتلي وو."

د ای اېم اېف سره که خبرې کامیابې شوې نو پاکستان به د درې اربه ډالرو د شوې لوظنامې لاندې، پاتې ۱.۱ اربه ډالره پور تر لاسه کړي. د خزانې وزیر محمد اورنګزيب دا هم ویلي چې د ای اېم اېف سره به زر د نور پور يا قرض اخستلو په اړه هم خبرې پېلوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG