لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او آي ایم ایف د پور د پروګرام په سر د ارزونې خبرې پېل شوې دي


د پاکستان او نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف د چارواکو ترمنځ د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض پروګرام په سر د ارزونې د لومړي پړاو خبرې نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پېل شوې دي.

د دواړو خواؤ ترمنځ دا جاېزه خبرې چې تر پینځو ورځو پورې به روانې وي مقصد یې د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې د 1.1 ارب ډالرو د وروستي قسط په هدفونو خبرې کول دي.

د خزانې وزارت ویلي، پاکستان ټول هدفونه پوره کړي دي.

مطبوعاتو د پاکستان د خزانې د وزارت له خولې ویلي، په اقتصادي ارزؤنه د خبرو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف پلاوی د مشن چيف نېتهن پورټ په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی او د خزانې د مرکزي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ د پاکستاني وفد سره لیدلي چې پکې د سټېټ بېنک ګورنر او د محصولاتو د مرکزي بورډ چېرمېن هم شامل دي.

ورځپاڼه ډان د خزانې د وزارت د سرچينو له قوله وايي په دغه لومړي ملاقات کې د پاکستان د خزانې وزیر د آي اېم اېف پلاوی د قرض په پروګرام باندې د عمل کولو په اړه د خپل عزم څخه او د اقتصادي بحالۍ لپاره د حکومتي ترجيحاتو نه خبر کړی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د پاکستاني چارواکو د نړیوالې مالياتي ادارې وفد له دې هم خبر کړی چې حکومت په مختلفو څانګو او په خصوصي توګه د توانايۍ په مد کې اصلاحات کوي.

پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره تېر کال د 3 اربه ډالرو د قرض پروګرام لاسلیک کړی و،چې د اپریل میاشت کې یې موده سرته رسیږي.

دپاکستان د خزانې د وزارت لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي که د آي اېم اېف سره د سټاف په کچه معاهده وشوه نو جاېزه مشن به د پاتې 1.1 ارب ډالره قسط جارى کولو سپارښتنه کوي او له دې ورستو به د آي اېم اېف داېګزیګټيو بورډ د منظورۍ په اساس قسط جاري کېږي.

پاکستان دا وخت د ګرانۍ ، د روپۍ د ښکته غورځېدونکي قدر، زر مبادلې د کمي او د بهرنیو قرضونو د دروند بوج سره مخ دی او اقتصاد پوهان وايي دې هېواد سره د اي اېم اېف پرته بله لاره نشته.

ډاکټر ساجد امين، اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امین ډیوه ته وایي،دا وخت د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې خوا شا اته نيم اربه ډالره دي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ورته 24 اربه ډالره قرضې بېرته ستنول وي.

هغه وایي بېرته ستنوونکې قرضې د پاکستان د زر مبادلې د ذخېرې نه درې چنده زیاتې دي "او مونږ سره دومره پېسې نشته نو ځکه د پاکستان سره له آي اېم اېف پرته بله چاره نشته"

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف وړاندې خپلې اقتصادي ډلې ته چې مشري یې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزیب کوي،وېلي چي د نړیوالې مالياتي ادارې سره د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرم ترلاسه کولو لپاره خبرې پېل کړي.

د خزانې وزير محمد اورنګزيب د تېرې نهې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وو چې پاکستان ته روان د آي اېم اېف جاېزه مشن سره به لېدنو کې د اږود مهاله قرض پروګرام په سر هم خبرې کوي.

د پاکستان حکومت لا نه ده واضحه کړې چې د آي اېم اېف څخه به د اږود مهاله پروګرام لاندې څومره رقم اخستل غواړي خو امريکايي خبري ادارې بلومبرګ فرورۍ کې خپل رپورټ کې ويلي وو چې پاکستان له اي اېم اېف 6 اربه ډالره نوره قرضه ترلاسه کول غواړي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان د بجټ او تجارتي خسارو د مسلو ترڅنګ د درنو قرضونو سره مخ دی.

د اقتصادي چارو استاد ډاکټر انور شاه وایي د پاکستان د اقتصادي ستونزو د هواري دوه لارې دي ، یوه دا چې پاکستان خپل امدن زیات کړي اؤ بله دا چې خپل لګښتونه راکم کړي.

خو دهغه په خبره "دا هرڅه لنډ وخت کې ممکن نه دي او دا د پاليسيو تسلسل غواړي او تر څو چې حکومت او اپوزيشن ډلې په يو دریځ ونه دریږي نو دا لړۍ نه ودريږي"

د قرضونو د دروند بار سره مخامخ د پاکستان اقتصاد چې تېر کال یې د ودې کچه د 0.2 فيصد څخه لاندې راغلې وه اټکل کېږي چې روان مالي کال به د فيصدي حساب سره وده وکړي خو څېړونکي د پاکستان د اقتصادي مسلو يوازينی حل معاشي اصلاحات ګرځوي.

د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس مشر ندیم الحق په دې نظر دی چې دا ستونزې به پارليمان ته حل کول وي. وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي دوی حکومت ته اصلاحاتي اېجنډا لېږلې ده:

"زما په خيال پارليمان ته په راتلونکو دريوؤ مياشتو کې په اقتصادي اصلاحاتو باندې د خبرو نه علاوه بل کار نه دى کول پکار چې زموږ د سرماېه دارانه او کميونسټ نظام سره څه رشته او مونږ څه کول غواړو".

ټاکل شوې ده چې د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د جاېزې دا خبرې به د مارچ تر 18مې دوامداره وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG