لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې نوی وزیر اورنګزیب وایي آي ایم ایف سره د پور یو بل تړون به یې یوازینۍ ایجنډه وي


د پاکستان د خزانې نوي مرکزى وزیر محمد اورنګزيب د اړين اقتصادي اصلاحاتو ته پام ګرځول او د هېواد اقتصاد د بحران څخه د راويستلو لپاره نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره يو بل د پور تړون کول خپله يوازينۍ اېجنډه ګرځولې ده.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي اورنګزيب ته د پاکستان ټول اقتصادي چېلنجونه ورمخې ته دي او وايي هغه ته به تر ټولو ستر چېلنج دا وي چې د آي اېم اېف سره يوه بله د پور لوظنامه په څه شرطونو لاسلیک کوي؟

د خزانې لپاره د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیر محمد اورنګزيب د تېر ګل په ورځ ايوان صدر کې مطبوعاتو سره خبرو کې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره يوه بله د قرض لوظنامه د هېواد لپاره ضروري بللې او ویلي یې دي هغه هیله لري چې په دې اړه به د مذاکراتو لړۍ په دې روانه اوونۍ کې پېل کړی شي.

مطبوعاتو د نوموړي له خولې ليکلي چې روان مالي کال 2024م به يو مشکل کال وي او زياته کړې يې ده چې اوس د هېواد د اقتصادي ستونزو څخه د ويستلو وخت راغلی دی.

د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره تېر کال ترسره شوی د 3 اربه ډالرو د قرض پروګرام راتلونکې مياشت کې سرته رسي او اقتصاد پوهان وايي پاکستان لا هم د اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې په چټکیتا سره مخ په ښکته روانې دي، د اپریل میاشت کې د بانډونو په مد کې 1 ارب ډالر قرض بېرته ستنول وي، د بجلۍ د څانګې ګردشي قرضې د 27 اربه روپو څخه اوښتي دي او د انرژۍ په نرخونو کې د پرله پسې اضافې له کبله ګراني سېوا کېږي.

اقتصاد پوه شهریار بټ وي او ای ډیوه ته وایي، حکومت ته د آي اېم اېف د شرطونو پوره کولو لپاره پکارده چې سبسيډيز یا رعایتونه ختم کړي .

هغه وایي ،خو په دې وروستیو کې ليدل شوي چې حکومت د غېر مقبوله فېصلو کولو څخه ډډه کوي او تر څو چې د مځکو د خرڅون او اخستنې ېا ريل اسټېټ او ايګريکلچر څانګې د ټېکس په جال کې را نه وستل شي نو د پاکستان اقتصادي ستونزې نه شي ختميدای .

د خزانې مرکزي وزير اورنګزيب دا هم ویلي چې پاکستان به د آي اېم اېف د مسولينو سره خبرې دوامداره ساتي چې داسې په دې نزدیو کې پاکستان ته د ختميدوتکي لنډ مهاله 3 اربه ډالرو قرض پروگرام لاندې اخري قسط ترلاسه شي.

د اقتصادي چارو ځنې کارپوهان د پاکستان په شان د وروسته پاتې هېوادونو لخوا د آي اېم اېف سره د قرض په لوظنامو باندې ټکونه کوي.

اقتصاد پوهه اشفاق حسن خان وايي پاکستان د کال 1988 راهیسې په پرله پسې توګه د آي اېم اېف په پروګرامونو کې شامل پاتې شوی دېیخو بيا هم اقتصادي ثبات ته ونه رسېدو.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې کې هغه وایي ،د آي اېم اېف پروګرام داسې نه وي جوړ چې ورسره په يو هېواد کې ترقې او څوکالي راشي.

د هغه په وینا "د آي اېم اېف پروګرام په بنيادي توګه انحصاريت پېدا کوي او د غړو هېوادونو دغه انحصاريت سېوا کوي چې داسې هغوي يو یا بل اړخ ته نه شي کتلی"

د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب خپله وروستۍ دنده د حبيب بېنک سره ترسره کړې ده او د مرکزى وزیر په توګه هغه به د څېړونکو په وينا د پاکستان د 350 اربه ډالرو اقتصادي ناورین په داسې حال کې سمبالوي چې د دې هېواد د ټول پېداوار 70 فيصده برخه د قرضونو په بېرته ورکو کې مصرف کېږي.

د اقتصادي او مالي چارو خبريال مهتاب حېدر وایي،راتلونکي مالي کال کې به پاکستان ته د آي اېم اېف په ګډون نورو مالياتي ادارو ته د سود او اصل رقم په مد کې نزدې 24 اربه ډالره قرضه واپس کول وي .

دهغه په خبره "او که ددې سره د جاري کهاتې 5 اربه ډالره خساره هم شامله کړی شي نو دا ټول 30 اربه ډالره جوړيږي نو ځكه پاکستان سره د آي اېم اېف يو پروګرام ته له تګ پرته بله لاره نشته".

د امرېکې خبري ادارې بلومبرګ په خپل يو تازه رپورټ کې د محمد اورنګزيب د خزانې د مرکزي وزير په توګه ټاکنه يو مثبت ګام بللی او ویلي یې دي چې د يو ټېکنوکرېټ د خزانې د وزير په توګه تعيناتي به پاکستان ته د ورپېښو چېلنجونو په هواري کې مرسته وکړي او د آي اېم اېف سره په خبرو کې به هم د خزانې د مرکزي وزير کردار مهم وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG