لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: عمران خان خو د فرانس د صدر غندنه کوي خو د فرانسیسي استاذ په وژل کېدو ولې خاموشه دی؟


د تاریخ د استاذ د وژل کېدو وروسته د اسلام په اړه د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران د بیان هم عمران خان غندنه کړې ده خو څېړونکي پوښتنه کوي چې عمران خان ولې په دغه پېښه چپ دی؟
د تاریخ د استاذ د وژل کېدو وروسته د اسلام په اړه د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران د بیان هم عمران خان غندنه کړې ده خو څېړونکي پوښتنه کوي چې عمران خان ولې په دغه پېښه چپ دی؟

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وخت په وخت د اسلاموفوبيا يا د اسلام نه د ویرې په حقله بيانونه ورکوي خو څیړونکي وايي څه موده وړاندې په فرانس کې د يو مسلمان د لاسه د يو فرانسيسي استاذ د سر پرېکوولو د پېښې هغه نه غندنه کړې او نه يې څه بيان ورکړی دی.

د تاریخ د استاذ د وژل کېدو وروسته د اسلام په اړه د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران د بیان هم عمران خان غندنه کړې ده خو څېړونکي پوښتنه کوي چې عمران خان ولې په دغه پېښه چپ دی؟

د پېښور پوهنتون د پيس اینډ کنفلکټ سټډيز څانګې استاذ پروفېسر جميل احمد په دې اړه وايي پاکستان کې له بده مرغه قامي او سياسي چارو د پاره تل د پاره مذهب استعمال شوی دی، چې کله هم د مذهبي منافرت څه پېښه په مغربي ملکونو کې مخې ته راشي او د مسلمانانو مذهبي جذباتو ته اذيت ورسي نو د هغې نه سياسي مفاد د پاره سياستمداران ګټه تر لاسه کوي او بيانونه ورکوي.

خو دا ځل عمران خان ولې په دې پېښه چپ دی؟ په دې اړه ډاکټر جميل احمد څه دا څيړنه وکړه: "زه که د خپل وزيراعظم خبره وکړم چې په فرانس کې يو زده کونکی راپاسي او د عقائدو په بنياد خپل استاذ وژني نو په هغې باندې زما وزيراعظم غلی دی، په چين کې په زرګونو کسان د مذهب په نوم باندې وژلی کيږي او کېمپونو کې اچولی کيږي په هغې باندې زما وزيراعظم غلی دی، خو چې کوم ځای کې پوهه شي چې دا اوس يو زما په ضد يو سياسي تحريک جوړ دی. ګراني ده، خلک بېزاره دي د دې حکومت نه او د حکومت په ضد تحريکونه دي نو بيا دی د مذهب کارډ وچتوي "

د پاکستان انګريزۍ ورځپاڼې ډان سره پېښور کې کار کونکی خبريال ذالفقار علي وايي، دا وخت د عمران خان حکومت د مخالف ګوندونو د احتجاجونو د لارې د فشار لاندې دی، عمران خان د پاره دا يوه موقعه ده چې د خلکو مذهبي جذباتو سره تړلې دې پېښې د لارې د خلکو پام غلط کړي. هغه وايي د سياسي لاس ته راوړنو د پاره د مذهب استعمال څه نوې خبره نه.

"عملي طور به څه نه وي خو بيانونه به څه داسې ورکوي چې خلک به په دې باندې اموخته شي او خلک به هم دې ته طرف ته يې پام راوګرځي، هسې هم که مونږه وګورو پاکستان کې په هر وخت کې چې کوم هم سياسي ګوندونه په حکومت کې راغلي دي يا که نور څوک راغلي دي هغوي د مذهب استعمال کړی دی، هغه که مونږ د بهټو حکومت وګورو که هغه مونږه د ضياالحق حکومت وګورو، هغه که د نواز شريف وګورو، هغه که د مشرف حکومت وګورو. عمران خان به هم د خلکو دغه مذهبي جذباتو سره دغسې لوبې کوي ."

د سياستمدار او پخواني سېنېټر افراسياب خټک تر مخه غرب کې د اسلام سره نفرت يا د اسلاموفوبيا کله هم څه پېښه وشي د هغې غندنه پکار ده. خو بل طرف ته تند روه او تشدد پسند خلک د داسې پېښو د لارې څنګه مغرب کې نفرت خوروي او اسلام ته نقصان رسوي د هغوي په ضد هم د پاکستان غوندې ملکونو ته د پاليسۍ بدلولو ضرورت دی.

خو پوهان وايي د خپل سياسي مفاد او د خوښې په ځای پاکستان ته پکار ده چې د انتها پسندۍ او ترهګرۍ په ضد چې دومره اوږده موده يې جنګ کړی د دې په ضد اوږد محاله ګامونه واخلي، د دې د پاره پاليسۍ جوړې کړې او د دې مخ نيوي د پاره عملي ګامونه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG