لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي د سي پېک منصوبې پاکستان د ترقۍ دپاره ډیر اهمیت لري


د بیان ترمخه د توانايي د منصوبو په اړه معلوماتو کې وویل شو چې سي پېک په مجموعي توګه د توانايي ۲۲ منصوبې لري چې نهه پکې سر ته رسول شوي دي او پېداوار یې شروع کړی دی
د بیان ترمخه د توانايي د منصوبو په اړه معلوماتو کې وویل شو چې سي پېک په مجموعي توګه د توانايي ۲۲ منصوبې لري چې نهه پکې سر ته رسول شوي دي او پېداوار یې شروع کړی دی

په داسې مهال چې ټوله دنیا او پاکستان د کرونا وایرس د خطر سره مخامخ دي، وزیراعظم عمران خان د سي پېک منصوبې به اړه د یو غونډې مشري وکړه او ویې وېل د چین او پاکستان دا شریکه منصوبه د پاکستان د ترقۍ دپاره انتهايي اهمیت لري.

د عمران خان دفتر د نهې، سه شنبې، په ورځ یو بیان کې وویل د سي پېک اتارټي مشر پخواني جنرنېل عاصم سلیم باجوه د سي پېک د توانای منصوبو په اړه غونډې ته تفصيلي معلوما ورکړل.

د بیان ترمخه د توانايي د منصوبو په اړه معلوماتو کې وویل شو چې سي پېک په مجموعي توګه د توانايي ۲۲ منصوبې لري چې نهه پکې سر ته رسول شوي دي او پېداوار یې شروع کړی دی. غونډې ته معلوماتو کې د کوهالا پاور پراجېکټو ازاد پتن هایډرو پاور پراجېکټ، ګوادر پاور پراجېکټ او په تهر او کروټ کې د توانايي د منصوبو ‌ذکر هم وشو.

د وزیراعظم د دفتر په بیان کې وویل شو چې عمران خان وویل دا منصوبي د پاکستان د ترقۍ دپاره انتهايي زیات اهمیت لري، د روزګار موقعې به په پاکستان کې پېدا کړي او اقتصادي ترقي به رامنځت کړي.

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ځینې سیاسي مشران وايي په سي پېک کې د دغه صوبو د مفاداتو خیال نه دی ساتل شوی او د سي پېک منصوبې په داسې ډول جوړې کړی شوي چې زیاته ګټه یې پنجاب ته ورسي. سي پېک د پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې شروع کړی شوي منصوبه ده او د هغه حکومت به د منصوبې په اړه د وړو صوبو د تحفظات بې بنیاده بلل.

د عمران خان په مشرۍ کې د سي پېک په اړه غونډه په داسې مهال شوي چې ټوله دنیا او خپله پاکستان د چین نه خپور شوي کرونا وایرس د خطر سره مخامخ دی.‌ په پاکستان کې اووه کسان د کرونا دلاسه مړه شوي او د ناروغۍ نه د متاثر شویو کسانو شمیره ۹۰۰ ته رسېدلې ده.

کرونا وایرس لومړی د چین په هوبی صوبه او د صوبې په مرکزي ښار ووهان کې رپورټ شوی و. په دغه سیمه کې په ګڼ شمیر کې پاکستاني طالب علمان موجود دي او دوی خپله او کورنیو یې غوښتل چې دوی ته وطن ته بوتلل شي خو پاکستاني چارواکو دغه غوښتنه نه ده منلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG