د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو ټویټ کې ټولو رجسټر شوو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د بېنکي اکاونټونو پرانستلو اجازه ورکړې ده.
وزیراعظم عمران خان یو ټویټ په پښتو، اردو او انگریزي کې کړی او وايي هدایات یې ورکړي چې رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کې په بېنکونو کې اکاونټونه پرانستلی شي.
عمران خان په ټویټ کې وايي چې د نن نه پس افغان کډوال په باقاعده توگه په ملکي اقتصاد کې برخه اخیستی شي او وايي دا هر څه ډیر مخکې کول پکار وو.
پاکستان کې رجسټرډ افغان کډوال د یو شمېر قانوني ستونزو له امله اکثره په ځینو کاروباري معاملو کې برخه نشي اخیستی. یو ورستي مثال یې دا دی چې افغان کډوال پاکستان کې په خپل نوم جایداد یا کور اخیستلی نشي.
دا معلومه نه ده چې د عمران خان لخوا د نوي اعلان وروسته به نور کوم قانوني بدلونونه کیږي چې افغانان، د عمران خان په وینا، د ملکي معیشت کې پوره برخه واخلي.
پاکستان کې د رجسټرډ افغان کډوالو لپاره د عمران خان دا نوی اعلان په داسې وخت کې کیږي چې افغانستان د پاکستان سره د ځینو تجارتی مشکلاتو له امله هند سره د چابهار بندر په لاره تجارت پېل کړی دی.