لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په ډېووس کې د فېس بک، سیمنز، کوکاکولا او نورو نړیوالو کمپنیو مشرانو سره لیدلي


د فېس بک چیف اپرېټنگ افسرې شېرېل سېنډبرگ هم په ډیووس کې د وزیراعظم عمران سره ولېدل
د فېس بک چیف اپرېټنگ افسرې شېرېل سېنډبرگ هم په ډیووس کې د وزیراعظم عمران سره ولېدل

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سوېټرزرلېنډ په ډېووس ښار کې د "ورلډ اکنامک فورم" د غونډې په څنگ کې د فېس بک، سیمنز، کوکاکولا او د ټېلې نار په رنگ د یو شمېر نړیوالو کمپنیو او د مالیاتي ادارو ايي اېم اېف او ایشین ډویلپمنټ مشرانو سره لېدلي او ورسره یې په هیواد کې د سرمایه کارۍ په موضوع خبرې کړي دي.

د وزیراعظم دفتر مطبوعاتو ته جاري کړی شوي بیان کې وویل عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ډیوس کې د کوکاکولا کمپنۍ مشر جېمز کوېنسي سره ولیدل او ورسره یې په پاکستان کې د سرکایه کارۍ په موضوع خبرې وکړې.

عمران خان په ډېووس کې د نړیوالو کاروباري مشرانو سره ملاقاتونه او د هغوی سره یې په هېواد کې د سرمارکارۍ خبرې په داسې حال کې کړې دي چې د شفافت یا د بدعنوانۍ خلاف یوې نړې والې ادارې ویلي په پاکستان کې کرپشن زیات شوی دی.

ټرانسپېرسني انټرنېشنل وویل کرپشن په پاکستان د خارجي سرمایه کارۍ مخه نیسي.

په ډیووس کې د کوکاکولا کمپنۍ مشر سره د عمران خان د ملاقات په اړه د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل عمران خان د کوکا کولا کمپنۍ مشر د هغو اصلاحاتو نه خبر کړو چې د هغه په قول حکومت یې په هېواد کې د کاروبار د اسانتیا دپاره شروع کړې دي او ویې وېل پاکستان به سرمایه کارانو او کاروباریانو ته هر ډول سهولتونه ورکوي.

په بیان کې وویل شو چې جیمز کوېنسي د پاکستان د همکارۍ ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې کپمني به یې په پاکستان کې سرمایه کاري زیاتوي. د بیان ترمخه کوکاکولا د ١٩٥٣ راهسې په پاکستان کې شتون لري.

عمران خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ورلډ اکنامک فورم مشر کلاس شواب سره ولیدل. کلاس شواب په کال ١٩٧١ کې د ورلډ اکنامک فورم بنیاد ایښودلی و او عمران خان د هغه سره ملاقات کې د فورم ٥٠ کاله په پوره کېدو امبارکي ورکړه.

د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل د کلاس شواب سره ملاقات کې عمران خان امید څرگند کړو چې ورلډ اکنامک فورم به د پاکستان د څخه د غربت په ختمولو او د تعلیم او سماجي خېرښېگړه په زیاتولو کې د هیواد مرسته وکړي.

د فېس بک چیف اپرېټنگ افسرې شېرېل سېنډبرگ هم په ډیووس کې د وزیراعظم عمران سره ولېدل. د ملاقات په اړه د وزیراعظم دفتر په بیان کې وویل شو چې عمران د فېس بک د چارواکې نه وغوښتل چې فېس بک دې د نویو پاکستاني کاروباریانو سرپرستي وکړي. مېرمن شېرېل سېنډبرگ عمران خان ته بلنه ورکړه چې د فېس بک مرکزي دفتر کتنه دې وکړی.

د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف مشرې کرسټینا جورجېوا هم په ډېووس کې د پاکستاني وزیراعظم سره ولیدل. د عمران خان حکومت په هیواد کې په اقتصادي توگه د مشکلاتو سره مخامخ دی او ايي اېم اېف نه یې د مالي مرستې خواست هم کړی دی.

د دې ترڅنگ عمران خان ټېکنالوجۍ او توانايي کمپنۍ "سېمنز" مشر جو کېزر سره هم ملاقات وکړو او د پاکستان د توانايي په مد کې د کمپنۍ د همکارۍ ستاینه یې وکړه. عمران خان وویل سېمنز دې په پاکستان کې یونیورسټیانو ملاتړ وکړي. هغه د کمپنۍ مشر ته د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړه.

بلخوا ټرانسپېرنېسي انټرنېشنل د کال ٢٠١٩ په اړه په خپل رپوټ کې وویل د ادارې د شفافیت د ١٠٠ شمېرو په پېمانه پاکستان یوازې ٣٢ شمېرې ترلاسه کړي دي او د ١٨٠ هېوادونو په فهرست کې په ١٢٠ درجه ولاړ دی، د تیر کال په مقابل کې دغه کچه یوه درجه لاندې ده.

اداره وايي پاکستان په یو شمېر مدونو کې د خارجي سرمایه کارۍ دپاره ځای لري خو په هېواد کې کرپشن یا اداري فساد په دې لړ کې خنډ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG