لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي حزب اختلاف خپل کرپشن پټوولو دپاره په پوځ تنقید کوي


د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو واېی چې د درغلو ېا کرپشن مخه نیول د پوځ کار نه دی اؤ عمران خان دې په هره خبره کې پوځ نه راولي اؤ په دې دې پوهه شی چې پوځ د یو ګوند نه بلکې د ولس پوځ دی
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو واېی چې د درغلو ېا کرپشن مخه نیول د پوځ کار نه دی اؤ عمران خان دې په هره خبره کې پوځ نه راولي اؤ په دې دې پوهه شی چې پوځ د یو ګوند نه بلکې د ولس پوځ دی

د حزب اختلاف ګوندونو لخوا په ملکی سیاست کې د پوځ په مبینه مداخلت د تنقید نه پس وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا د پوځ په حق کې بیان ورکړی او ویلي یې دي چې دغه ګوندونه په پوځ تنقید ځکه کوي چې پوځ دوی درغلو ېا کرپشن ته نه پرږدي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو واېی چې د درغلو ېا کرپشن مخه نیول د پوځ کار نه دی اؤ عمران خان دې په هره خبره کې پوځ نه راولي اؤ په دې دې پوهه شی چې پوځ د یو ګوند نه بلکې د ولس پوځ دی.

په لاهور ښار کې انصاف لایرز فورم غونډې ته د وېنا په مهال وزیراعظم عمران خان وویل چې نواز شریف په پوځ ځکه تنقید کوي چې ټولې ادارې یې قابو کړې وې خو په پوځ یې اختیار نه و اؤ پوځ اؤ استخباراتی ادارې ای اېس آی به غلا نیوله نو ځکه د پوځ مخالفت کوي.

وزیراعظم عمران خان د پوځ دفاع داسې حال کړې ده چې پخواني وزیراعظم نواز شریف وېلې چې د پوځ پرضد نه دې خو پوځ دې د خپلو اختیاراتو غلط استمال نه کوي اؤ د پاکستان پوخ به د نړۍ بهترین پوځ هغه وخت جوړېږي چې د دستور قدر کوي. هغه زیاته کړه د پوځ هغو افسرانو هم خلاف دی چې د هغه په قول په ټاکنو کې درغلي کوي.

وزیراعظم عمران خان وویل چې پوځ دوی سره څه مسئله په دې نه ده چې پوځ ته معلومه ده چې عمران خان کرپشن نه کوي نو ځکه پوځ ورسره نه ولاړ دی.

عمران خان وویل چې پآکستان کې چې څوک هم کرپشن کوي نو استخباراتي ادارې آی اېس آی ته معلومه شي.

د وزیراعظم دې بیان په ځواب د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو وویل چې دا د پوځ کار نه دی چې د درغلو مخه ونیسی بلکې د دې د پاره احتساب اداره اؤ عدالتونه موجود دي.

بلاول بهټو وویل که چېرې د وزیراعظم د وېنا ترمخه د هر چا احتساب به کیږی نو بیا ولې د پېښور بي ار ټي کې منصوبه کې د مبینه درغلیو تحقیقات نه کیږي؟ ولې د وزیراعظم خور اؤ په مرکزی کابینه کې شامل د یو شمېر وزیرانو د مبینه درغلیو احتساب نه کیږی؟

بلاول بهټو وویل پوځ ېوازې د وزیراعظم عمران خان بلکې د هر اوسیدونکی تن دی اؤ عمران دې د دغه ډول بیانونو نه ډډه وکړي چې پوځ یې په شا ولاړ دی. ښاغلي بهټو وویل دغه حالات به هم بدل شی.

د عمران خان دا دعوه چې پوځ د هر چا د کرپشن نه خبر دی په داسې حال کې کړې چې پخوانی وزیراعظم نواز شریف څو وارې د پاکستان او د چین اقتصادی راهدارۍ یا سي پېک اتهارټۍ مشر لېفټیننټ جنرل ر عاصم سلیم باجوه په بهر هېوادنو کې د کاروبارونو اؤ جائیدادنو په هکله دا تپوس کړي چې دغه اثاثې څنګه جوړې شوې او ولې د پوځ د پخواني جنرل خلاف احتساب اداره اقدام نه کوي.

یو خبرېال احمد نورانی خبر ترمخه د سی پېک اتهارټي مشر جنرل ر عاصم سلیم باجوه امریکا، کېنډا اؤ عرب اماراتو کې نهه نوي کاروباري کمپنۍ اؤ جائیدادونه لريږ

عاصم سلیم باجوه چې د وزیراعظم د مواصلاتو سلاحکار هم دی، د کورنۍ د کاروبارونو او جایدادونو په خبر بې بنیاده بللی و او عمران خان ته یې استعفا هم وړاندې کړې وه خو وزیراعظم وه نه منله او د هغه نه یې د کار جاري ساتلو غوښتنه وکړه.

د حکومت مخالفو ګوندونو اؤ حکومت ترمنځ په یو بل د تنقید لړۍ کې تندی په داسې حال کې راغلې چې د حکومت مخالفو ګوندونو اېتلاف پاکستان جمهوری تحریک د اکتوبر په شپاړلسمه نېټه د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد ځکه د احتجاج پېل کولو خبره کړې ده چې د دوی په نظر دا منتخب حکومت نه بلکې د چا په خوښه راوستل شوی دی. د حزب اختلاف ګوندونه وايي چې د عمران خان نه بلکې د هغه طاقت خلاف دی چې دا حکومت یې جوړ کړی دی. حکومت وايي مخالفګوندونه د خپل کرپشن پټوولو دپاره یو ځای شوي او احتجاج کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG