لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان استخباراتي اداره ايي بي به معلوموي چې په هېواد کې غنم ولي کم شوي
تازه خبر

د پاکستان استخباراتي اداره ايي بي به معلوموي چې په هېواد کې غنم ولي کم شوي


د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وزیراعظم د دغه گام اعلان په داسې حال کې وشو چې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په شمول د پاکستان په ځینو نورو برخو کې د اوړو د کمي رپورټونه راغلي دي او د ډوډۍ بیې زیاتې شوې دي
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وزیراعظم د دغه گام اعلان په داسې حال کې وشو چې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په شمول د پاکستان په ځینو نورو برخو کې د اوړو د کمي رپورټونه راغلي دي او د ډوډۍ بیې زیاتې شوې دي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان امر کړی دی چې استخباراتي اداره ايي بي یا انټېلېجنس بیور او وفاقي تحقیقاتي اداره اېف ايي ای دې په هېواد کې د غنمو د کمي پلټنې وکړي او معلومه دې کړي چې په ورستۍ ورځو کې غنم او اوړې ولې کم شوي وو؟

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وزیراعظم د دغه گام اعلان په داسې حال کې وشو چې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په شمول د پاکستان په ځینو نورو برخو کې د اوړو د کمي رپورټونه راغلي دي او د ډوډۍ بیې زیاتې شوې دي.

د ډوډیو د قیمتونو د زیاتېدو په نتیجه کې د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او نورو ښارونو کې نان بایانو په احتجاج کې تنورونه بند کړي وو. صوبايي حکومت په رعایتي نرخونو د اړو د خرڅون لړۍ پېل کړې خو یو شمېر صارفین وايي رعایتي اوړه طلب نه پوره کوي.

د اوړو او د نورو خوراکي شیانو تاجران د تېر کال راهسې وايي چې په هیواد کې د خوراکي شیایانو بېې زیاتې شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د خوراک وزیر په نژدې ورځو کې په صوبه کې د اوړو د کمي خبره رد کړې ده.

خو د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل عمران خان د غنمو او د اوړو د کمي د تحقیقاتو دپاره د لوړې پای کمیټي وگمارله.

د بیان ترمخه، په کمېټۍ کې به د ايي بي، اېف ايي ای او د قومي احتساب ادارې چارواکي شامل وي. د کمیټۍ هدف به دا معلومول وي چې په پاکستان کې د غنمو او د اوړو د ورستي کمي اسباب څه دي؟ څوک یې ذمه وار دي؟ او د داسې ډول کمي په اینده کې څه رنگ مخه نیول کیدی شي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG