لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: په کشمير کې هند زورياتی به تندروي خوره کړي


 د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړی دی
د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړی دی

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان خبرداری کړی چې د لانجمن کشمیر په اړه د هندوستان وروستي گامونه به په هند او نړۍ کې په مسلمانانو کې توندلاریتوب زیات کړي.

عمران خان دغه خبرې د جمعې په ورځ د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر په سرښار مظفر اباد کې د زرګونو کسانو یوې غونډې ته وکړې. هغه وویل کله چې یو انسان دیوال ته ټېله کړی شي نو هغه سخت دریځه کېږي.

عمران خان په ځینو هغو مسلمانو حکومتونو هم په غیر مستقیمه توګه نیوکې وکړې چې په کشمیر کې د هند د کړنو ملاتړ کوي او یا یې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوموړي ووېل ځېني اسلامي هېوادونه د هند سره د خپل تجارت په خاطر خاموشه دي خو د يو ارب نه زيات مسلمانان دغه هر څه ويني، چې پکې ځينې به په تندروۍ مجبوره شي اوټوپک ته به لاس کړي.

هندوستان د اګست په پينځمه نېټه د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړی چې په ضد يې پاکستان سخت غبرګون ښودلی خو په نوي دلي کې د متحده عرب اماراتو سفیر احمد البنا ویلي "مونږ تمه لرو چې له دغه بدلون سره به په هندي کشمیر کې ټولنیز عدالت، امنیت او په سیمه یز حکومت باندې د خلکو باور زیات شي."

کشمير په هندوستان کې يواځنۍ داسې سيمه ده چې پکې مسلمانان په اکثريت کې دي. او له کال 1947 م راهېسې پرې هندوستان او پاکستان دواړه د ملکیت دعوه کوي.

د خپلې ولقې دلاندې کشمير ځانګړی حېثيت ختمولو وروسته هند په کشمير کې کرفيو يا ګرځبنديز لګولی و چې په ضد يې د بشري حقونو ډلو سخت غبرګون ښودلی، او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي تېره ورځ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل هندوستان کشمير په يو لوي زندان کې بدل کړی او په دغه کشاله د پاکستان او هند ترمينځه حادثاتي جنګ هم کېدی شي.

نوموړي د هندوستان په وزيراعظم نرېندرا مودي غږ کړی که د کشمير په اړه د خپلې فېصلې غبرګون ليدل غواړي نو د کشمير نه دې کرفيو اوچته کړي چې خلک څه وايې؟

خو د هندوستان د خارجه چارو وزير جی شنکر په برسلز کې د امريکا پوليټيکو نومرې خبري ادارې ته په مرکه کې په کشمير کې د مواصلاتو د تړلو دفاع کړې او ويلي دوی د ترهګرۍ د مخنيوي په خاطر په کشمير کې انټرنېټ او ټېلېفون بند کړی دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په کشمير کې د هند زور زياتی د جرمني هټلر سره برابر کړی او ژمنه يې کړې راتلونکې مياشت به په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې د کشمير مسله پورته کوي.

خو هندوستان وايې دوی د خپلې ولقې لاندې کشمير باندې خبرې نه کوي او د پاکستان نه به هم کشمير آزادوي.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي هم ژمنه کړې په نيويارک کې به د ملګرو ملتونو په غونډه کې د کشميري اولس ستونزې نړۍ ته په ډاګه کوي او د کشمير په سر به داسې ودريږي چې وړاندې به چا داسې نه وي ليدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG