لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د ژوند سفر: "د قاید اعظم پاکستان نقاب پوښه شو"


د پخواني کرکټر او اوسني سیاستوال عمران خان او د هغه د نوې مېرمنې ګډ عکسونه په دې ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو ډېر مشهور شوي، چې په سعودي عرب کې اخیستل شوي دي. په یوه عکس کې لیدل کېږي چې ښځه یې له سره تر پښو په سپین حجاب کې پټه او عمران خان هم سپینې جامې اغوستې دي.

رپوټونه وایي چې عمران خان او مېرمن یې په ځانګړې الوتکه کې سعودي تللي وو، چې پر جده هوایي ډګر د تقدس په خاطر په لوڅو پښو را کښته شوی وو. په یوه عکس کې لیدل کېږي هم چې له الوتکې د را کوزېدو په وخت یې تش د څرمنې جورابې په پښو دي.

پاکستاني نقادان وايي عمران خان هغه وخت د خپلو غربي فکرونو او روشنفکرۍ له کبله مشهور وو، چې له برتانوۍ جمایما سره یې واده وکړ، خو کله چې یې له هغې د ژوند لاره بېله کړه او په سیاست کې فعاله شو نو وخت په وخت یې په فکر کې بدلون راغی.

عمران خان او مېرمنه یې بشرٰی مانیکا د جون په ۱۱مه سعودي عربستان ته د عمرې لپاره تللي وو، چې په دې مهال یې څو عکسونه خپاره شوي دي. په عکسونو کې مېرمن مانیکا په داسې سپینه جامه کې سر تر پایه پوښلې لیدل کېږي، چې یواځې دوې سترګې یې او یو لاس یې ښکاره دي.

پر ټولنیزو رسنیو خلکو د عمران خان او د هغه د مېرمنې پر دې تصویر بېلابېلې تبصرې کړې او اکثرو یې ویلي چې عمران خان له روشفنکرۍ بیرته پر شا د تنګ نظرۍ پر خوا روان دی.

د ابراهیم په نوم یو تن پر فېسبوک یو عکس خپور کړی چې عمران خان پکې له لومړۍ، دویمې او درېیمې ښځې سره ولاړ دی. دې عکس ته لیکل شوي: "د ډاروینیزم پر شا تګ".

د محمد شعیب خپلواک په نوم یو تن بیا دې عکس ته په کمنټ کې لیکلي: "د قاید اعظم پاکستان نقاب پوښه شو".

عمران خان په ۵ اکتوبر ۱۹۵۲م کال په لاهور کې زېږېدلی او په خټه نیاری پښتون دی. لومړی واده یې په ۱۹۹۵م کال له یوې بریتانوۍ مېرمنې جمایما خان سره وکړ، چې دوه زامن ځنې لري. دویم واده یې په جنوري ۲۰۱۵م کال له یوې پښتنې جرنلسټې ریحام خان سره وکړ، خو کال یې نه وو پوره چې سره بېل شول او له بشرٰی مانیکا سره یې د روان ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ کې واده وکړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG