لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جناب عمران خان! په هیواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه خبرې دې ناسمې دي


عمران خان په واشنگټن کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره په خب‏ري غونډه کې په پاکستاني مطبوعاتو د قدغنونو خبره رد کړې وه

د مطبوعاتو د ازادۍ یوې نړیوالې ادارې د وزیراعظم عمران خان دا خبرې رد کړې چې په هیواد په میډیا قدغنونه نیشته او ویلي یې دي چې عمران خان یا خو ناخبره دی او یا قصداً حقیقتونه پټوي.

د خبریالانو د تحفظ او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکونکي تنظیم رپورټر وداوټ بارډرز یا بې پولې خبریالانو په یو پرانیستلې لیک کې عمران خان مخاطب کړی او وايي چې تیره هفته د امریکې د سفر په مهال د ستا نه په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د سرغړونو په اړه پوښتنه وشوه نو تا په ځواب کې وویل پاکستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې یو دی چې تر ټولو ازاد مطبوعات لري او په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندیزونو خبره کول یوه "ټوکه" ده.

خو رپورټرز وداوټ بارډرز عمران ته وویل د ستا په هیواد کې د خبریالانو دپاره په دغه "ټوکه" کې خنده څه خبره نیشته. عمران خان ته مخاطب شوی خط وايي ته دعوه کوې چې پاکستاني مطبوعات د نړۍ تر ټولو ازاد مطبوعات لري او د امریکې د سفر په مهال دې وویل چې "پاکستاني مطبوعات د برطانيي د مطبوعاتو نه هم زیات ازاد دي."

عمران خان ته د صحافتي ادارې خط وايي "دا واضحه ده چې یا خو د ستا معلومات ډیر زیات کمزوري دي، په داسې صورت کې پکار ده چې د خپل ځان نه چاپېره خلک بدل کړی، او یا ته قصداً حقیقتونه پټوي، چې د ستا ذمه واریو ته په کتنه ډیره سنجیده (خبره ده)."

رپورټرز وداوټ بارډرز، ار اېس اېف، عمران خان ته وویل چې امریکې ته ستا د رسیدو څو گنټې وروسته د پاکستان "جیو" ټېلې وژن یو ځل بیا سېنسر شو او چا هم چې په دغه چېنل امریکې ته د ستا د سفر په اړه خبرونه کتل غوښتل نو خالي سکرین یا د ټېلې وژن خالي پرده یې لیدله.

په خط کې ویل شوي چې امریکې ته د عمران خان د سفر نه یوه میاشت وړاندې د پخواني صدر اصف علي زرداري سره د خبریال حامد میر مرکه بغیر د څه وضاحت نه قطع کړی شوه. اداره وايي کله چې یې د حامد میر سره په دې اړه رابطه وکړه نو هغه په ستا د سنسرشپ تور ولگولو.

د اری اېس ایف په خط کې ویل شوي چې د جولايي په اتمه نیټه د دریو ټېلې وژن چېنلو ابتک، ټونټي فور نیوز او کېپیټل ټي وي سگنلې بندې کړی شوې. خط وايي نجم سېټي چې د ټونټی فور نیوز دپاره کار کوي ادارې ته وویل د دغو چېنلو سگنلې بندیدل د مریم نواز شریف د خبري غونډې د خبر ورکولو سره تړلی گام دی. خط وايي مریم نواز د حکومت مخالف گوند لوې نوم دی.

خط وايي په جار د سنسرشپ دا کېسونه د خبریالانو د ازادۍ دپاره خطر دی او د "غیر جمهوري حکومتونو خصوصیت دی.

د ار اېس ایف خپل خط کې عمران خان ته وویل تا د "تبدیلۍ،" بدلون او د "نیا پاکستان"، نوي پاکستان، په نعرو تېر کال انتخابات وگټل. "خو دا خبره صفا ده، چې تر څو د پرېس د ازادۍ خبره ده، دغه بدلون بد تر دی."

د صحافت د ازادۍ په اړه د ار اېس اېف د ١٨٠ هېوادونو په درجه بندۍ کې پاکستان په ١۴٢ درجه ولاړ دی. "په تېر یو کال کې د ستا هیواد درې درجې غورځېدلی دی. او د تېرو څو میاشتو واقعات په "نوي پاکستان" کې د امید چې سبب نه وړاندې کوي."

د خط په اخېره کې د ار اېس اېف جنرل سېکرېټري کرسټوف ډېلویر د عمران خان په حکومت غږ وکړو چې خبریالانو ته دې د پاکستان د ائین سره سم په ازادۍ او په امن کې د خپلې دندې ترسره کولو موقعې برابر کړي. "د پاکستاني ریاست او جموریت باور په داو لگېدلي دي."

XS
SM
MD
LG