لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عمران خان به د ترهگرۍ په دفعاتو مقدمه چلیږي، د ترهگرۍ ضد عدالت فېصله


د خپل آمدن نه د زياتو مالي اثاثو ښودولو په مقدمه کښي په عدالت کې د نه حاضریدو له وجې د احتساب عدالت د خزانې پخوانی وزير اسحاق ډار اشتهاري وټاکلو
د خپل آمدن نه د زياتو مالي اثاثو ښودولو په مقدمه کښي په عدالت کې د نه حاضریدو له وجې د احتساب عدالت د خزانې پخوانی وزير اسحاق ډار اشتهاري وټاکلو

د ترهگرۍ پرضد يو عدالت د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خان پر ضد مقدمو کښي د ترهه گرۍ دفعې ختمولو خواست رد کړې دې بلخوا د احتساب عدالت د خزاني پخوانې وزير اسحاق ډار اشتهاري مفرو ټاکلی دی.

د خپل آمدن نه د زياتو مالي اثاثو ښودولو په مقدمه کښي په عدالت کې د نه حاضریدو له وجې د احتساب عدالت د خزانې پخوانی وزير اسحاق ډار اشتهاري وټاکلو او دده ضمانت کونکي ته یې وویل که چرې په دريو ورځو کښي ښاغلی ډار عدالت ته وړاندي نه شو نو د ضمانت ٥٠ لکه روپۍ یه یې ضبط شي.

ددې نه وړاندې عدالت په پاکستان کښي د اسحاق ډار د جايداد او د بېنک کهاتو د تړلو امر هم کړی دی.

د سپریم کورټ په حکم احتساب ادارې د پحوانې وزير اعظم نواز شريف او دده د کورنۍ او د اسحاق ډار پرضد دا مقدمې درج کړي وې.

احتساب عدالت د پخوانې وزير اعظم نواز شريف دوه ځامن حسن او حسين نواز هم اشتهاري گرځولې دي.

د اسحاق ډار د اشتهاري گرځولو د فيصلې په حقله د پاکستان تحريک انصاف يو مشر فواد چودهري وايي دا د موجوده حکومت د پاره د شرم خبره ده چي يو وزير یې اشتهاري گرځول شوي دې او د دې نه دا هم ښکاره ده چي شريف کورنۍ په هر حال خپل کرپشن پټولو د پاره د داسي تنانو حفاظت کوي.

بلخوا د ترهه گرې پرضد عدالت د پاکستان تحريک انصاف مشر دا خواست رد کړي دې چي پرضد یې په مقدمو کښي لگېدلي د ترهه گري دفعې دي ختمې کړی ‍شي.

د عمران خان خلاف په کال ٢٠١٤ کې د لوې لاريون په وخت په پارليمنټ او د سرکاري ټيلي ويژن په ودانې د بريدونو او د پوليسو په افسر د تشدد مقدمي درج دي.

نن سرکاري وکيل عدالت ته وويل په پوليسو تشدد هم ترهگري ده او سزا یې عمر قيد دی. سرکاري وکیل وویل چي عمران خان دريو کالو پوري عدالت ته هم نه حاضريدو ځکه د ضمانت حق هم نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG