لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: په ٢٠١٩ کې به د غربت، جهالت او بې انصافۍ خلاف جنگ کوو


د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله یوه اداريه کې ليکلي چې د نوي کال پيل د اميد او ويرې ترمينځ وشو او د پاکستان تحريک انصاف شپږ مياشتنی حکومت به په نوي کال کې د ښه طرز حکمرانې د مسلې سره مخامخ وي
د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله یوه اداريه کې ليکلي چې د نوي کال پيل د اميد او ويرې ترمينځ وشو او د پاکستان تحريک انصاف شپږ مياشتنی حکومت به په نوي کال کې د ښه طرز حکمرانې د مسلې سره مخامخ وي

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د نوي کال په موقع د څلورو بدیو غرب، جهالت، بې انصافۍ او د کرپشن یا د بډو رشوتونو پرضد د مبارزې هوډ څرګند کړی خو څيړونکي وايي د خان حکومت تر اوسه د دغو مسلو په اړه څه کوټلي تګلاره نه ده وړاندې کړې.

وزير اعظم عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ د کال ٢٠١٩ په لمړۍ ورځ د سماجي اړيکو په ويب پاڼه ټويټر خپل پيغام کې د نوي کال لپاره د خپل هوډ څرګندونه وکړه او ٢٠١٩ یې د پاکستان لپاره د يو زرين دور پيل وګرځولو.

د دې ترڅنګ وزير اعظم عمران خان هېواد ته د پېښو څلورو مسلو غربت، جهآلت، بې انصافې او د بډو رشوتونو پرضد د مبارزې لوظ هم وکړو.

د انگریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله یوه اداريه کې ليکلي چې د نوي کال پيل د اميد او ويرې ترمينځ وشو او د پاکستان تحريک انصاف شپږ مياشتنی حکومت به په نوي کال کې د ښه طرز حکمرانې د مسلې سره مخامخ وي.

ورځپاڼه بيا ليکي ، کمزورې اقتصاد او سياسي عدم استحکام به هم د حکومت لپاره د نوي کال لوې ننګونې وي.

عمران خان د وزير اعظمۍ په چوکۍ د کښېناستو وړاندې او وروسته وار په وار د هېواد څخه د کرپشن د ختمولو ويناوې کړې او په ورستیو کې یې د پيسو په غير قانوني توګه د ترسيل پرضد د تاريخ تر ټولو لویو عملياتو اعلان هم کړی و.

سياسي څيړنکار ډاکټر حسن عسکري ډيوه ريډيو ته وايي وزير اعظم چې کومې مسلې په ګوټه کړي هغه د هېواد حقيقي مسلې دي. سپريم کورټ او نيب د کرپشن خلاف يو څه ګامونه اخلي خو د حکومت لخوا د غربت ، جهالت او بې انصافې پرضد کومه کوټلې پالسي لا مخې ته نه ده راغلي.

هغه بيا واي ، پاکستان کې خلک په طمع دې چې نوی حکومت به د کوټلي پالسۍ اعلان وکړي خو هېواد چې د کوم مالي او اقتصادي کشالو سره مخامخ دې نشي کولې چې د غربت ، جهالت او بې انصافۍ خلاف انقلابي ګامونه پورته کړې شي.

څيړونکي په بهرني محاذ د پاکستان د افغانستان، امريکې او هند سره اړيکې د حکومت لپاره د نوي کال مهمې ننګونې ګرځوي او وايي د هېواد اقتصاد هم په بهرني امداد اړه لري او د دې لپاره به پاکستان له په نړۍ کې خپل انځور ښه کول وي او داسې هله کيدې شي چې حکومت په سخت دريزۍ او د تشدد په رحجاناتو قابو ومومي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG