لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آزادۍ ورځ ـ د دریو صوبو پاکستان


د فرنګي نه د ازادۍ اخستلو وړاندې، د هندوستان مسلمانانو لپاره د یو ځان له هیواد (خوب لیدونکي) شاعر محمد اقبال ویلي وو:
جس کهیت سی دهقان کو میسر نه هو روزي
اس کهیت کی هر خوشه ګندم کو جلا دو
ترجمه: په کوم پټي کې چې د کروندګر (دهقان) روزي نه وي د هغه پټي د غنمو هره دانه سوځول غواړي.
کله چې بیا د مسلمانانو لپاره د پاکستان په نوم ځان له هیواد جوړ شو. نو محمد اقبال يې د نوي هیواد قامي شاعر وګرځوو. نوموړي دغه شعر د هغه وخت هندوستان کې د مسلمانانو په بده ورځ ویلی وو.
له بده مرغه د مسلمانانو بده ورځ د پاکستان د جوړیدو سره په ښه ورځ بدله نه شوه. که یواځې د غټو کیسو ذکر اوشي. نو لومړۍ نیوکه د نوي جوړ شوي هیواد په نیکونو او پلارانو کیږي.
په نوي هیواد کې بنګالیان په اکثریت کې وو. خو د هغوي د غوښتنو باوجود لومړیو مشرانو د لږه کیو ژبه (اردو) د هیواد قامي ژبه وګرځوله. په دغه فیصله د بنګالیانو ګیلې او په اخر کې قامي مزاحمت دومره ډیر شو چې تنکی هیواد يې په ۱۹۷۱م کې د لکونو خلکو د وژنې وروسته په منځ دوه کړو. شرقي برخه اوس د بنګالیانو ځان له ملک (بنګله دیش) دی. او په غربي برخه اوسني پاکستان کې پاتې قامونه ۶۶ کاله وروسته هم خپلو ژبو ته په حکومتي کچه د ځايې ورکولو غوښتنې کوي.
د مذهب په نوم د جوړ شوي پاکستان د لومړیو مشرانو مذهبي جذبې لا تازه وې چې د هغه وخت په سرحد صوبه (اوسنې خیبر پښتونخوا) کې د واکمن مسلم لیګ مخالف حکومت نسکور کړل شو.په بلوچستان او سنده کې اپریشنونونه وشول. د یوی وړې صوبې وزیر اعظم په تیزاندۍ وخیژول شو. په نوي هیواد کې لا د سپینو جامو د ډکټیټرانو کمې نه وو چې پوځي جنریلانو هم د کوتک او ټوپک په زور په سیاسي میدان قبضه وکړه. د هیواد په ۶۶و کالو کې د نیمې نه زیات وخت د پوځ د سوري لاندې تېر شوی. په پاتې نیم وخت کې کمزورو سیاسي حکومتونو یواځې د پْل جوړولو، سړک، لارو، سکولونو، ټیوب ویلونو او د هسپتالونو د پرانستې مراسمو کې برخه لرله. دوي په دفاعي او خارجي چارو کې په آېين او قانون کې د ورکړل شوې اختیار کارولو حق تر اوسه نه لري.
د ۱۹۷۱م وروسته پاکستان کې د خوشحالۍ ګیلاس د هیواد د دریو صوبو خلکو ته (نیم تش) خو څه کوې چې (پوره تش) ښکاري. د هیواد سیاسي او پوځي میدان داسې جوړ شوی چې د دریو صوبو قامونه په کې د پتون وهلو وس نه لري.
په میډیا او کتاب کې د مرکز او سیمه ایزو طاقتونو یا فکرونو په منځ کې روانه سیالۍ کې د مرکز لوبغاړی او مفکوره (مثبت) او د مرکز نه لرې طاقتونه او سوچ (منفي) ګڼل کیږي.د مرکز سره د (غدارۍ) ټاپه داسې یوه وسله ده چې د مرکز نه د هر حق غوښتونکي په تندي باندې لګول کیږي. او ډیرو ته د منلو وړ هم وي.
د غدارۍ په ټاپه زیاتره د پښتنو تندي ککړ شوي دي. د دې غټه وجه په افغانستان کې پخوا د شورویانو او اوس د امریکې موجودګي ده. پخوا به د غدارۍ ټاپه د هغو کسانو په تندي لګول کیده چې په افغانستان کې د شورویانو پر ضد د پاکستان د مداخلت مخالف وو. او هغه څوک د پاکستان خلاف ګڼل کیږي چې واېي پاکستان دې افغانستان کې ګوتې وهل ودوري.
د (تش ګیلاس) لیدونکې پاکستانیان د بې وسۍ په حالت کې د یو منتخب حکومت نه بل منتخب حکومت ته د واک سپارلو مثبت جمهوري پړاو نه ویني. دوي په آېین کې د ۱۸م بدلون ملګرتیا کويږ خو ګټه يې ورته نه ښکاري. د ګوادر بندر او د هغې سره تړلې ترقۍ په اړه اوري. خو باور پرې نه کوي. عدالتي اختیار ورته هغه وخت په نظر ښکاري. کله چې دوه هاتیان په پرزولو ورغلي وي. د پاکستان د وړو صوبو خلک هم (نیم ډک) ګیلاس لیدل غواړيږ خو دا هله کیداېي شي چې ځانمرګي بریدونه اودریږي. ولاړ سکولونه بچ او نور جوړ شي. د پنجاب په شان ځايې په ځايې د کارخانې د پایپ نه لوګي اوځي. که نه. نو چیلنجونه او محاذونه نور هم زیاتیدې شي. او لکه د هیواد د قامي شاعر محمد اقبال په شعر هم فکر کولې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG