د پاکستان او د هندوستان د کرکټ مامورین به د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیریز په موضوع خبرو اترو دپاره په دوبۍ، متحد عرب اماراتو، کې غونډه کوي په داسې حال کې چې د هند د کرکټ چارواکي وايي ترهگرۍ د پاکستان د ملاتړ په وجه گاونډي هیواد سره د لوبې امکان نشته.
که څه هم د پاکستان او د هندوستان ټیمونه د جون په ۴مه نیټه د چیمپینز ټرافۍ په مقابلو کې په انگلینډ کې جنگیږي خو روایتي حریفانو د کال ٢٠١٢ راهسې د یو بل سره دوه اړخیزه سیریز نه دی کړی.
د هند د لوبو وزير وجې ګوئيل ويلي په موجوده حالاتو کې د پاکستان سره کرکټ نشي کیدی.
"ترهگري او لوبې لاس په لاس نشي تللی،" گوئیل وویل. هندوستان په پاکستان الزام لگوي چې په کشمیر کې د بیلتون خوښو ملاتړ کوي، پاکستان دا خبره ردوي.
هغه وویل بي سي سي ايي به پاکستان ته د سیریز تجویز ورکولو نه وړاندې د حکومت سره خبرې اترې کوي.
بلخوا، د پاکستان د کرکټ چارواکي خپل هندي هم همکارانو سره د خبرو اترو لپاره دوبۍ ته روان شوي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمین شهريار خان، د ايکزېکټيو کميټۍ مشر نجم سيټهي او چيف اپرېټنګ مشر سبحان الله د هند کرکټ بورډ مشر سره لیدو دپاره دوبۍ ته تللي دي.
د لاهور د هوایي اډې نه د روانیدو په وخت نجم سيټهي وايس اف امريکا ته ويلي دوي دوبۍ ته د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ائي) مشر سره ليدو دپاره ځي چې د پاکستان سره د کرکټ سيريز نه کولو په سر ورسره خبرې وکړي.
نجم سيټهي وويل چې د دوي اوصولي موقف دی چې هند دې د پاکستان سره د کرکټ لوبه وکړي او د انکار په صورت کې دې جرمانه ادا کړي.
له دې وړاندې د بي سي سي ائي سيکتر اميتاب چوهدري ويلي وو دوې ته د پاکستان سره په لوبه کوم اعتراض نشته خو د دواړو هیوادونو حکومتونو خوښې ته اړتیا لري.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهريار خان واېس اف امريکا ته ويلي چې هند د پاکستان سره په کال ۲۰۱۴ کې د لوبو کولو تړون لاس ليک کړی دی او پاکستان د هغه تړون پاسداري کوي خو هند یې د وفا کولو نه انکاري دی. او دوبۍ ته تګ هم د دويې د دغه لړۍ برخه ده.
د تړون ترمخه د کال ۲۰۱۵ نه ۲۰۲۳ پورې د هند او پاکستان ترمينځه شپږ کرکټ سيريزونه کول وو، او د هغې نه کېدو په صورت کې پاکستان د هند نه تاوان غوښتی دی خو د هند کرکټ بورډ وايي دغه ډول کوم قانوني تړون يي نه دی کړی.