لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هندو پلوه مبینه جعلي اېن جي اوګانو او مطبوعاتو په اړه د پلټنو غوښتنه کړي


د هندوستان د مبېینه کېمپین په اړه دغه تحقیقاتي رپورټ د بېلجیم په سرښار برسلز کې د ايي یو ډېس انفو لېب نومې غیر حکومت ادارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع کړو
د هندوستان د مبېینه کېمپین په اړه دغه تحقیقاتي رپورټ د بېلجیم په سرښار برسلز کې د ايي یو ډېس انفو لېب نومې غیر حکومت ادارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع کړو

پاکستان په ملګرو ملتونو او يورپي اتحاد يورپین یونین غږ کړی چې د دې رپورټ په اړه دې تحقیقات وکړي چې هندوستان د ۱۵ کلونو راهسې د خپلو مفاداتو په حق او د پاکستان د بدناموولو دپاره د غلطو معلوماتو کېمپېین چلوولو. هندوستان دا خبره ردوي.

د هندوستان د مبېینه کېمپین په اړه دغه تحقیقاتي رپورټ د بېلجیم په سرښار برسلز کې د ايي یو ډېس انفو لېب نومې غیر حکومت ادارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع کړو. ډېس انفو لېب د غلطو معلوماتو يا ډېس انفارمېشن په اړه د اګاهۍ دپاره هلې ځلې کوي.

په رپورټ کې د یو شمېر تېنک ټېنکس یا د څیړنې د داسې ادارو ذکر شوی دی چې غیرفعاله دي خو د ملګرو ملتونو نه یې منظوري ترلاسه شوي ده. د دې ترڅنګ د غلطو معلوماتو خپرولو دپاره ۷۵۰ "فېک میډیا" یا جعلي مطبوعاتي ادارې استعمالېدې.

د "انډین کرانېکلز" په عنوان رپورټ وايي د جعلي مطبوعاتو ترڅنګ مړه خلک هم راژوندي کړی شوي وو. ادارې وویل دا جال په برسلز او جنیوا کې فعاله دی او بنیادي مقصد یې پاکستان کمزوری کول دي.

ډېس انفو لېب وویل د هندوستان د دغه دوامداره کېمپېن مقصد د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګه یو اېن هیومن رایټس کاونسل او په یورپين پارلېمنټ کې په فېصله اثرانداز کېدل دي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د پاکستان په ضد د هندوستان "هايي برېډ" یا غیر روایتي جنګ دی اوس ټولې دنیا ته ښکاره دی.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي

شاه محمود قرېشي وویل پاکستان په ملګرو ملتونو غږ کوي چې تحقیقات شروع کړي او هغه ۱۰ اېن جي اوز د خپل فهرست نه لرې کړي چې د هغه په قول هندوستان د پاکستان د بدناموولو دپاره جوړ کړي‌ دي. هغه په پورپي پارلېمنټ هم غږ وکړو چې په دې لړ کې د تحقیقات وکړي.

د انفو لېب څېړونکو وویل دوی د دېس انفارمېشن یا د غلطو معلوماتو د کېمپېن سره د هندوستان د حکومت او یا یې د استختباراتي ادارو کوم تړون نه دی موندلی. رپورټ وویل د دېس انفارمېشن دغه کېمپین په نوي دلي کې مېشته سریواستا ګروپ په ۱۱۹ ملکونو کې چلووي.

د هندوستان تردید

د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان انوراګ سري وېستاوا د ايي یو دېس انفو لېب رپورت او د پاکستان الزامات رد کړل.

په نوي دلي کې د معمول خبري غونډې ته انوراګ سري وېستاوا وویل "د یو ذمه وار جمهوریت په حېث، هندوستان د غلطو معلوماتو د کېمپېن نه کار نه اخلي. هغه وویل په حقیقت کې د غلطو معلوماتو کېمپین ګاونډي ملک چلووي چې د هغه په وېنا په جعلي خبرونو کې د جعلي او د دروغو ډوزیرونه یا دوسيي خپروي.

د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان انوراګ سري وېستاوا د ايي یو دېس انفو لېب رپورت او د پاکستان الزامات رد کړل
د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان انوراګ سري وېستاوا د ايي یو دېس انفو لېب رپورت او د پاکستان الزامات رد کړل

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د کومو ډوزیرونو یا دوسيو ذکر چې د هندوستان د خارجه ترجمان وکړو اشاره یې هغه دستاویزاتو ته وه چې پاکستان تېره میاشت شایع کړي او وايي پکې د مېلینونو ډالرو د بېنکونو د لېن دېن ریکارډ او ټېپ شوي خبرې دي چې د پاکستان په قول په هېواد کې ترهګرۍ سره نېغ په نیغه د هندوستان تړون څرګندوي.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان هم په پاکستان الزام لګوي چې په هندوستان کې د اسلامي وسله والو دلارې د ترهګرۍ مرسته کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG