لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 جنرل باجوه: هند او پاکستان د تېرو وختونو تاوتریخوالی باید هېر کړي


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم پرون ویلي وو هڅې کوي چې هند سره اړیکې سمې کړي خو ویلې یې وو که چېرې هند په دې لړ کې لومړی ګام پورته نکړي نو دوی په وړاندې نشي تلی
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم پرون ویلي وو هڅې کوي چې هند سره اړیکې سمې کړي خو ویلې یې وو که چېرې هند په دې لړ کې لومړی ګام پورته نکړي نو دوی په وړاندې نشي تلی

د پاکستان د پوځ مشر جنر قمر جاوېد باجوه ویلي وخت راغلی دی چې هند او پاکستان تېر وختونه دفن کړي او په وړاندې لاړ شي .

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم پرون ویلي وو هڅې کوي چې هند سره اړیکې سمې کړي خو ویلې یې وو که چېرې هند په دې لړ کې لومړی ګام پورته نکړي نو دوی په وړاندې نشي تلی.

خو وزیر اعظم عمران خان دا وضاحت نه دی کړی چې هغه کوم ګام دی چې غواړي هند یې لومړی پورته کړي.

د اسلام اباد سیکیورټي ډایلاګ په عنوان راجوړې شوې غونډې ته جنرل قمر باجوه ویلي پاکستان تیار دی چې د هندوستان سره د کشمیر په شمول ټولې شخړې په پرامنه او باوقاره طریقه حل کړي.

د پاکستان د شخصي او سرکاري مطبوعاتو ترمخه جنرل قمر باجوه ویلي چې د انډو پاک ترمنځه کلکې اړیکې به دا یقیني کړي چې سویلي اېشیا د مېنځنۍ ،شرقۍاو غربي اېشیا يي هېوادونو سره وتړي.

جنرل باجوه وویل چې دغه مواقع د دواړه اېټمي هېوادونو ترمنځه تل د شخړو په وجه یرغمال پاتې شوي دي او زیاتوي د کشمیر ستونزه په دې لړ کې تر ټولو اهمه ده.

د پاکستان د پوځ مشر وویل تر څو دکشمیر د مسلې په اهمیت پوهه نشو نو په منطقه کې په سیاسي توګه کېدونکې دواړه خېزه اړیکې نشي په پاټلۍ کېدلی.

خو هند بیا دریځ لري چې پاکستان همېشه نه یواځې د هند د انتظام لاندې کشمیر بلکې د هندوستان دننه هم د ترهګرۍ مرسته کوي او بې ثباتي پېدا کوي.

هند په نړیواله کچه ترهګر بلل شویو ډلو جماعت الدعوه او جېش محمد باندې څو څو وارې په کشمیر او په هند کې دننه په ترهګر بریدونو تورن کړي او ورسره یې دا هم وايي چې دغه ډلو ته د پاکستان د پوځ مرسته حاصله ده.

پاکستان د هند دا تورونه همېشه رد کړي چې ګنې د پاکستان ریاستي ادارې د ترهګرو ډلو سره مرستې کوي خو په دې وروستیو کلنو کې د پاکستان حکومت د هند لخوا تورن شویو مبینه ترهګرو حافظ سعید، ذکي الرحمان لکهوي او د مسعود اظهر په شمول په یو شمېر کسانو د ترهګرۍ او غېر قانونه مالي مرستو په تورونو مقدمې جوړې کړي دي او په ځینو مقدماتو کې عدالتو ورته سزاګانې هم اورولي دي.

د پاکستان حکومت د غېر قانونه پېسو د مخنیوي لپاره د نړیوالې اداراې فنانشل اېکشن ټاسک فورس د لارښونو وروسته هم د یوشمېر ترهګره ډلو په ضد ګامونه پورته کړي دي چې پکې زیاتره هغه ډلې او د هغې مشران شامل دي چې هند یې په کشمیر او هندوستان کې په ترهګرۍ تورنوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG