لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د کشمیر په سر د هند او پاکستان ایټمي جنگ شروع کېدلی شي


د هندوستان د پارلیمنټ زېلي ایوان د وزیراعظم نرندره مودي د کشمیر د خصوصي حېثیت ختمولو د گام حمایت وکړو او ښاغلي مودي وویل دا د پارلیماني جمهوریت بریا ده
د هندوستان د پارلیمنټ زېلي ایوان د وزیراعظم نرندره مودي د کشمیر د خصوصي حېثیت ختمولو د گام حمایت وکړو او ښاغلي مودي وویل دا د پارلیماني جمهوریت بریا ده

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د کشمیر د خصوصي حېثیت ختموولو د هندوستان د فېصلې په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په اېټمي جنگ کې بدلېدلی شي.

عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ د پارلېمنټ مشترکه غونډې ته وینا کوله چې یوه ورځ وړاندې د کشمیر په اړه د هندوستان په فیصله رابلل شوي وه. د پارلېمنټ سره سره د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم د کشمیر په مسله د غور دپاره د لوړ رتبه پوځي مامورینو بیړنۍ غونډه رابللي وه چې په عامه توگه ورته د کور کمانډرانو میټنگ وېل کیږي.

عمران خان پارلېمنټ ته وویل چې پاکستان به د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل په شمول ټولو اړونده نړیوالو فریقینو ته د کشمیر مسله وړاندې کوي.

عمران خان وویل د کشمیر په مسله د هندوستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د اېټمي جنگ شکل خپلوولی شي. "دغه جنگ به هیڅ څوک نه گټي. هرڅوک به دغه جنگ وبېلي. دغه جنگ به د ټولې نړۍ دپاره اثرات لري. زه په اېټمي (جنگ) څوک ویرول نه غواړم. د بهترۍ امید سره د بدترین صورتحال دپاره تیار وئ زه ځکه د نړوالې ټولنې نه د مداخلت غوښتنه کوم چې هندوستان دې د نوالو قوانینو ماتوولو نه ودروي."

وزیراعظم عمران وویل د هندوستان خصوصي حېثیت د ختموولو وروسته د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر کې حالات نور هم خرابیدی شي او د پلوامه په رنگ د ترهگرۍ حملې کېدلی شي.

عمران خان وویل کشمیریان به د هندوستان په ضد راپاسي او بیا به "د هغوی د چقوولو کوښښ کېږي، او چې هغوی چقوي نو ردعمل به (مخې ته) راځي. د پلوامه په رنگ پېښه به کېږي. د پلوامه په رنگ پېښه به کېږي. زه نن پیشن گوي کوم."

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې په هندي پوځ حمله کې ۴٠ عسکر ووژل شو. هندوستان د حملې تور په پاکستان کې میشته جیش محمد وسله والې ډلې ولگوولو او بیا د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې هوايي بمباري وکړه. هند وویل دغه حمله یې د جېش محمد په مرکز وکړه. په بالاکوټ کې د هوايي بمبارۍ یوه ورځ وروسته پاکستان د د هندوستان یو جنگي جهاز وغورځولو.

نړیوال فشار هندوستان او پاکستان د پلوامه د پېښې وروسته د جنگ نه راوگرځول.

دپاکستان دپوځي جنرالانو یا کورکمانډرانو غونډې وروسته، د پوځ ترجمان په خپل بیان کې وویل دکورکمانډرانو غونډه کې دکشمیر په هکله د هند وروستي ګامونه رد کړل شول اؤ په دې اړه د پاکستان دحکومت د فېصلو حمایت وشو.

پوځ وایي کورکمانډرانو وویل پاکستان کله هم په کشمیر دهند واک ته دقانونې بڼې بخښونکې مادې ۳۷۰ یا۳۵ ای نه دي منلي اؤ اوس هند پخپله دا عبث بهانه له مینځه وړې ده.

کانفرنس ته پخپله وینا کې دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې دپاکستان پوځ دکشمیریانو ترشا ولاړ دی اؤ دخپلو مسولیت ترسره کولو دپاره تر هر بریده تګ ته چمتو دی.

بلخوا، د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې په دوهمه ورځ هم گرځبندیز و.انټرنېټ، موبایل او د ځمکني ټېلې فون کرښې تړل شوی وې. په لارو کوڅو کې ازغن تارونه لگول شوي وو او امنیتي ځواکونو گزمې کولې.

د هندوستان د پارلیمنټ زېلي ایوان د وزیراعظم نرندره مودي د کشمیر د خصوصي حېثیت ختمولو د گام حمایت وکړو او ښاغلي مودي وویل دا د پارلیماني جمهوریت بریا ده.

د نوي صورتحال ترمخه به د کشمیر انتظام د هندوستان د وفاقي حکومت په لاس کې وي او کشمیر به په دوو برخو کې ووېشل شي. د سیمې یوه برخه د مسلمانانو د اکثریت کشمیر وادي وي او بله به د هندو اکثریت لداخ.

د هندوستان د حزب اختلاف کانگرس گوند شوشي ترور وویل د کشمیر په اړه د وزیراعظم نرندره مودي اقدام به په کشمیر کې ترهگرۍ ته نوی ژوند ورکړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG