پاکستان ويلي هندوستان په کشمیر یو شمېر راپارونکي گامونه اخېستې دي چې پکې د حملې دپاره مزایل هم پرځای کړی شوې دي.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو وډیو پېغام کې وویل اسلام اباد ملگرو ملتونو ته ویلي نوي دلي د سیمې امنیت ته خطرات راولاړ کړې دي.
قرېشي وویل ملگرو ملتونو ته لېږل شوي خط کې یې د ادارې نه غوښتلي چې په پاکستان او هندوستان کې د ملگرو ملتونو څارونکوني دې خپله په بې ازاده ډول ځمکني حالات وگوري او د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکېورټي کاونسل دې ترې خبر کړي.
قرېشي وویل د پاکستان د استخباراتي ادارو معلومات ښايي د هندوستان پوځ په کشمیر کې د لاین اف کنټرول سره نژدې غیر معمولي پوځي اقدامات کړي دي. لاین او کنټرول کشمیر په دوو برخو کې تقسیموي چې یوه برخه یې د پاکستان او بله د هندوستان د انتظام لاندې ده.
قرېشي وویل هندوستان په کشمیر کې د منځنۍ فاصلې (واټن) براهموس مزایل هم په کشمیر کې پرځای کړې دي او ځای په ځای یې د پولې نه ازغن تار لرې کړی دی چې د هغه په وینا د هندوستان "بدې ارادې" څرگندوي.
د پاکستان د خبرداري نه یوه ورځ وړاندې د هندوستان د پوځ مشر جنرل بېپن روات چې په لاین اف کنټرول حالات هر وخت تاوجن کېدلی شي او په پاکستان یې الزام ولگولو چې تاوتریخوالي ته لمن وهي. د مطبوعاتو ترمخه، جنرل روات وویل پوځ ته د تیارۍ امر ورکړی شوی دی چې د هر ډول بیړني حالاتو دپاره دې تیار وي.
پاکستاني مامورین وايي د هندوستان جارحانه دریځ هدف د هغو گامونو نه توجه لرې کول دي چې هندوستان د کشمیر خپلواکه خصي صي حېثیت د ختمولو دپاره د اگست په میاشت کې اخیستې دي.
د هندي پوځ مشر د بیان په ځواب کې د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل پاکستان به د هندوستان حملې ته مناسب ځواب ورکوي.