لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او هند په یو بل د سرحدي خلاف ورزۍ الزامات لگولې


A general view of an electric power station on the outskirts of Jammu, July 31, 2012.
A general view of an electric power station on the outskirts of Jammu, July 31, 2012.
پاکستان او هندوستان د اتوار په ورځ په یو بل کشمیر کې د سرحدي خلاف ورزۍ او د یو بل په پوځي پوسټونو باندې د حملې الزامات لگولې دي.
د پاکستان پوځ ویلي د هندوستان عسکرو کشمیر کې د پاکستاني پوځ په پوسټ باندې د سرحدي خلاف ورزۍ په ترڅ کې ډزې کړې دې چې له امله يي یو عسکر وژل شوی دی او یو زخمي دی.
د پاکستان پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ائي ایس پي ار ویلي هندي عسکرو کشمیر کې د لائن اف کنټرول په دې غاړه د باغ ضلع حاجي پیر سیکټر کې د پاکستاني عسکرو په سرحدي پوسټ برید کړی دی.
آئي ایس پې ار ویلي د هندي ځواکونو حمله کې دوه پاکستاني عسکر زخمي شول چې یوعسکر پکې ورستو ساه ورکړه. لائن اف کنټرول کشمیر په دواؤ برخو کې ویشي چې یوه برخه د هند او بله د پاکستان د انتظام د لاندې ده.
کال ٢٠٠٣ راهسې په لائن اف کنټرول د ډزې بندۍ د معاهدې د لاندې د هند او پاکستان پوځونو په منځ کې ډزې ډوزې نه دي شوې او ایل او سي باندې زیاتره خاموشي و‏ي.
بل خوا هندوستاني چارواکو ایسوسې ایټډ پریس نومې خبرې ادارې ته ویلي هندي عسکرو د پاکستاني ځواکونو د طرفه د ډزو په ځواب کې د لائن اف کنټرول پورې غاړه گولۍ چلولې دي او وړمبی ډزې د پاکستان د طرفه شوي وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG