لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کشمير په اړه د پاکستان نوي نقشې په اړه پوهان څه وايي؟


د پاکستان د وزيراعظم د دفتر له اړخه شوي يو ټويټ کې دغه سياسي نقشه کې د هند د انتظام لاندې کشمير د لانجمنې سيمي په توګه ياد شوی او وېل شوي چې د دغه سيمې فېصله به د ملګري ملتونو د قراردادونو تر مخه کيږي
د پاکستان د وزيراعظم د دفتر له اړخه شوي يو ټويټ کې دغه سياسي نقشه کې د هند د انتظام لاندې کشمير د لانجمنې سيمي په توګه ياد شوی او وېل شوي چې د دغه سيمې فېصله به د ملګري ملتونو د قراردادونو تر مخه کيږي

پوهان وايي د پاکستان اعلان شوي نوي سياسي نقشه هم هغه شان يو سياسي ګام کېدلی شي څنګه چې د هند حکومت په قانون کې د بدلون دلارې د کشمير حېثيت د بدلولو کوشش کړی و.

پوهان وايي د کشمیر په اړه د دواړو هېوادونو دغه ګامونه د ماشومانو لوبې ټوکې ښکاري او پکار ده چې د کشمير په مسله د کشميريانو د خوښې او خواهشاتو احترام وشي.

هندوستان ټاېمز ورځپاڼې د ‌رپوټ ترمخه د هندوستان خارجه وزارت د پاکستان نوي نقشه رد کړی. وزارت په مختصر بیان کې ویلي د هندوستان په ګجرات ریاست، د جمو، کشمیر او لداخ په علاقو د پاکستان د ملکیت دعوې په سیاسي توګه بې منطقه او لاحاصله دي.د هند خارجه وزارت وویل د پاکستان د "خندا وړ" دعوې نه خو قانوني حېثیت او نه په نړیواله کچه کوم ځای نیسي.

د پېښور پوهنتون د پيس اېنډ کنفلېکټ انتسټيټيوټ يواستاد پروفېسر ډاکټر جميل احمد وایي د هند او پاکستان تر مينځ د کشمير او په نقشه کې د دې په موجودګۍ سياسي جنګ څه نوي خبره نه ده. خو په نقشه کې نوي خبره خو دا ده چې په دغه نقشه کې د کلونو راهسې د وفاق د انتظام لاندې قبايلي علاقې يا فاټا په لومړي ځل د خېبر پښتونخوا برخه ښودل شوي دي.

پروفېسر ډاکټر جميل احمد وايي دغه نقشه کې د هند د انتظام لاندې کشمير د وړاندې نه د پاکستان برخه ښودلی شوې وه او دغه کشمير به د پاکستان په نقشه کې هم دغه شان ښودل کېدو او هغه وايي په دې نوي سياسي نقشه کې څه ډېر نوی سياسي بدلون نه دی راغلی.

" په وړومبي ځل (د کشمیر په) څه سيمو کې د هند طرف ته بارډر پرانسی ښودلی شوی دی، د کشمير نه په هغه لور بارډر نه دی ښودلی شوی يعنې کرښه نشته هن تر دې چې د نقطو کرښه هم نشته."

د پاکستان د وزيراعظم د دفتر له اړخه شوي يو ټويټ کې دغه سياسي نقشه کې د هند د انتظام لاندې کشمير د لانجمنې سيمي په توګه ياد شوی او وېل شوي چې د دغه سيمې فېصله به د ملګري ملتونو د قراردادونو تر مخه کيږي.

سياستمدار او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک وايي هند او پاکستان دواړو چې کوم ګامونه په ورستيو کې اخستي دي د کشميريانو نه يې پکې څه تپوس نه دی کړی. هغه وایي د دغه دواړو هېوادونو دا سياسي جنګ داسې ښکاري لکه چې د ماشومانو لوبې ټوکې وي.

"دا فېصله به کشميريان کوي چې هغوي د چا سره وسيږي، چا سره نه وسيږي او څنګه به وسيږي، هندوستان هم تاسو وليدو چې کومې تبديلۍ يې وکړلې په خپل سمي باندې او د کشمير خلک يې يو قسم له محاصره کړل، او دلته کومه برخه چې پاکستان سره ده د کشمير هغې کې پاکستان د کشميريانو نه پښتنه نه کوي. دا اوس چې کومې نقشې دوي بدلې کړې په اسلام اباد کې، دا لکه د ماشومانو لوبې ټوکې دي."

سياست مدار افراسياب خټک وايي د هند او پاکستان تر مېنځه اړيکو کې همېشه تاو تريخوالی پاتې شوی دی خو بدقسمتۍ سره دې تاوتريخوالي کې دواړه هېوادونه داسې دريځ خپل کړي چې هغه د عقل، دليل او منطق سره سم نه وي. کشمير د اويا اتيا مليونه خلکو وطن دی، نو د دې فېصله به هم کشميريان کوي.

"دا ډېره عجيبه خبره ده او څه قانوني جواز نه لري، ځکه چې د ملک سرکاري او رسمي نقشې چې وي هغه د قانون او ائين مطابق وي، نو چې کوم علاقې په ائين کې ستا په ملک کې نشته نو ته هغه په نقشې کې څنګه اچولی شې او که وا يې چوې نو د هغه هيڅ معنې نشته."

پوهان وایي د کشمير په مسئلې د هند او پاکستان حکومتونو چې څه قسمه هم ګامونه اخیستي دا سياسي چالونه خو کېدېشي خو د کشمير لانجمنه مسئله ورسره نه هواريږي. وائي پکار ده چې د مليونه کشميريانو حقونو او د هغوي د خوښې احترام دې وکړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG