لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر وايي هېواد به یې د هند سره اېټمي مقابله نه کوي


که څه هم پاکستان وار په وار واي چې اېټمي وسله یې د دفاع لپاره ده او د وسلې په مقابله کې نه دی شامل خو په نړېواله کچه د اېټمي وسلو په چارو نظر لرونکي ادارو رپورټونه وايي نه پاکستان د هند څخه زياته اېټمي وسله لري
که څه هم پاکستان وار په وار واي چې اېټمي وسله یې د دفاع لپاره ده او د وسلې په مقابله کې نه دی شامل خو په نړېواله کچه د اېټمي وسلو په چارو نظر لرونکي ادارو رپورټونه وايي نه پاکستان د هند څخه زياته اېټمي وسله لري

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي ويلي چې پاکستان به د اېټمي وسلې د ترلاسه کولو په مقابله کې نه شاملېږي او پاکستان او هند له پکار دي چې د وسلو پرځاې پېسې د خپلو ولسونو ژوند په ښه کولو مصرف کړي.

په آسلام اباد کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د اېټمي وسلې د مخنینوي او په دې لړ کې د مشکلاتو په موضوع د سټراټيجک سټډيز انسټي ټيوټ نومې څېړنې ادارې یوې غونډې ته صدر عارف علوي وویل چې پاکستان په سویلي ايشيا کې د سټراټيجيکي استحکام او د اېټمي وسلو د نه خورېدو پلوي دې. خو هغه زیاته کړه چې په کال ١٩٧۴ کې د هند وړمبۍ اېټمي ازموينې سیمه کې د اېټمې وسلو د مخنیوي لاره ونیوله.

پاکستاني صدر وویل د اېټمي وسله د یوازې د هېواد د دفاع لپاره ده.

په جنوبي ایشیا کې د اېټمي وسلې د مقابلې په اړه د پاکستان صدر په داسې موقع خبرې کړي دي چې هند د روس سره د اربونو ډالرو دفاعي معاهدې لاس لیک کړې دي او هندوستان د امریکې سره هم د غېرپوځي مقاصدو دپاره د اېټمي ټېکنالوجۍ د انتقال دپاره معاهده کړې ده.

صدر عرف علوي ووویل پاکستان د هند سره د اعتماد سازۍ لپاره د بامقصده خبرو او د وسلو مقابله د پامه د غورځولو د لارې نه نه دې پشا شوې خو دواړو هېوادونو له پکار دي چې په وسلو د پيسو لګولو پرځای دغه پيسې د خپلو ولسونو د ژوند په ښه کولو مصرف کړي.

که څه هم پاکستان وار په وار واي چې اېټمي وسله یې د دفاع لپاره ده او د وسلې په مقابله کې نه دی شامل خو په نړېواله کچه د اېټمي وسلو په چارو نظر لرونکي ادارو رپورټونه وايي نه پاکستان د هند څخه زياته اېټمي وسله لري.

د پاکستان صدر د وينا په اړه د پاکستان په اېټمي پروګرام د یو کتاب ليکوال شاهد الرحمان وايي پاکستان او هند د تيرو ۴٠ کلونو راهسې د اېټمي وسلې په مقابله کې بوخت دي او په اربونو ډالره یې مصرف کړي دي.

نوموړي وايي دا خبره صيح ده چې که پېسې په وسلو نه لگي نو د اولس د ژوند په ښه کلولو لګيدلی شي خو مهم سوال دادې چې ايا داسې کيدې شي؟ هغه وویل د سيمې په موجوده امنيتي صورتحال کې دا ممکن نه چې گنې هندوستان په پاکستان د اېټمي وسلو نه لاس په سر شي.

د پاکستان صدر عارف علوي وویل چې د اېټمي وسلې نه پاکه نړۍ ممکن ده خو دا هله کيدې شي چې هېوادونه د خپلو لانجو په حل کولو متفق شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG