لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنې سیاسي مېرمنې وايي هند او پاکستان دې په جنگ نه، په خبرو خپلې مسلې حل کړي


 د پاکستان او هند په کشاله د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي ګلالۍ اسماعيل هم د دواړو هېوادونو ترمينځ ممکنه جنګ د سيمې امنيت لپاره لوي خطر بولې
د پاکستان او هند په کشاله د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي ګلالۍ اسماعيل هم د دواړو هېوادونو ترمينځ ممکنه جنګ د سيمې امنيت لپاره لوي خطر بولې

د پاکستان وزيراعظم او يو شمېر سياسي مشران په دې نظر دي چې د هند او پاکستان ترمينځ جنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسلو حل نه دی.

د پښتونخوا د اسمبلۍ ډپټي سپيکره مېرمن مهر تاج روغاني د وي او ای ډيوه سره په مرکه کې وویل "مونږ جنګ نه غواړو او د سولې وړانديز مو کړی، مونږ ترقي، تعليم، او صحت غواړو، خو که په مونږه جنګ راوتپل شي نو ځواب به يې ورکو."

وزيراعظم عمران خان پخپله وينا کې يو وارې بيا د هند تورونو ته په ځواب کې ويلي که دوی ته د پلوامه د بريد په اړه ثبوته ورکړي نو تحقیقات به پرې وکړي او د ترهګرو په ضد به ګامونه واخلي.

د ډيوه د يوې پوښتنې په ځواب کې مېرمن روغاني زياته کړه " دواړه جوهري وسله لرونکې هېوادونه دي او نړيواله ټولنه دې د دوی په منځ کې دسولې لپاره رول ولوبوي او که ضرورت ګڼي نو مداخلت دې وکړې ځکه چې الله مه که، که دواړه ملکونه جوهري وسله استعمال کړي نو لويه بربادي به را منځ ته کړي."

د پاکستان او هند په کشاله د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي ګلالۍ اسماعيل هم د دواړو هېوادونو ترمينځ ممکنه جنګ د سيمې امنيت لپاره لوي خطر بولې. هغې زیاته کړه جنګ به نه یوازې ټولې سيمې ته لوي نقصان ورسوي او په پاکستان اوهند کې روان لکه د پي ټي اېم په رنگ تحريکونو ته به هم زيان وروسوي.

هغې وویل "په هند کې مونږه ګورو چې د ښي اړخيزه سياست زور نيولې او هلته الېکشنې راروانې دي او په پاکستان کې هم داسې تحريکونه روان دي چې د پوځ د اکاونټي بلټي (احتساب) خبره کوي نو زما په نظر دغو تحريکونو ته به پکې زيان ورسي."

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ګلالۍ ووېل،" د دغې ممکنه جګړې اثر به نه يواځې په پاکستان او هند کېږي بلکه دا ټوله خطه به په اقتصادي توګه اغېزمنه کړي."

يوه بله سياسي مېرمن اود عوامي نيشنل گند د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي شگفته ملک وايي هندوستان او پاکستان دواړو هيوادونو مشرانو، رياستونو او حکومت ته پکار ده چې مزاکراتو د لارې خپل تر مینځ شخړې هوارې کړي او که خبره جگړې اړخ ته ځی نو دا به د دواړو اړخونو اولس ته د نقصان سبب شي. نوموړي د ډيوه سره په خبرو کې زياته کړه "مونږ غواړو امن، خوشحالی او پرمختگ راشي او حکومتونه بايد مزاکرات اکړي. جنگ کول ډيره اسانه خبره ده خو د دې ختميدل گرانه وی. مونږ د باچا خان بابا عدم تشدد پيروکار يو او پدې باندې هميش ولاړ يو. "

د ډيوه سره په خبرو کې دوي د وزيراعظم عمران خان لخوا د صلحې د وړانديز ستاينه اکړه او هيله یې څرگنده کړه چې هند به دې ته غوږ کښېدي او د سيمې امنيت به په نظر کې وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG