لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان پوځ: دهندي ځواکونو په ډزو پاکستانى پوځي افسر وژل شوى


پاکستان کې دعسکري سرچينو وينا ده چې دنهې په شپه دډزو ددغه تازه پيښې څخه دمخه دهندي ځواکونو کارروائيو کې دوه اولسي وګړي وژل شوي اؤد پوځيانو پشمول د١٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي
دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د نهې په شپه دهندي ځواکونو په ډزو دپاکستاني پوځ دکيپټن دعهدې يو افسر وژل شوى اؤ يو عسکر بل ژوبل شوى دى.
دهند له لوري دکشمير په لانجمنه پوله ددغه پيښې په اړه تر دې مهاله کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى.
دپاکستاني پوځ دسرچينو ترمخه دپاکستان اؤ هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) دنهې په شپه پاؤباندې يوولس بجې دسکردو سره نزدې په شکما سيکټر کې دهندي ځواکونو په ډزو کيپټن سرفراز وژل شوى اؤ يو بل سپاهي ياسين ژوبل شوى دى.
دپاکستاني اؤ هندي ځواکونو ترمينځ نزدې ورځو کې په يو بل دډزو پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده، چې پکې ګڼ شمير عسکر وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وائي دنهې په شپه دهندي ځواکونو ددغو ډزو وروستو دپاکستان پوځ هم ځوابي کارروائي کړې ده اؤ ددواړو خواؤترمينځ دډزو تبادله تر څو ساعتو روانه وه.
ددواړو هيوادونو ترمينځ تاؤتريخوالى کې دغه اضافه وروستو له هغې راغلې وه چې روانه مياشت کې هندي چارواکو ادعا کړې وه دلا ئن اف کنټرول سره نزدې په يوه پوسته دوسله والو کسانو لخوا شوې حمله کې پينځه عسکر وژل شوي وؤ اؤ هندي چارواکو دعوه کړې وه چې په دغو وسله والو کې ځينو دپاکستاني پوځ دريشۍ اغوستې وې.
پاکستان کې دعسکري سرچينو وينا ده چې دنهې په شپه دډزو ددغه تازه پيښې څخه دمخه دهندي ځواکونو کارروائيو کې دوه اولسي وګړي وژل شوي اؤد پوځيانو پشمول د١٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي.
په لا ئن اف کنټرول دډزو ددغو پيښو وروستو پاکستان اؤ هند ديو بل سفيران هم داحتجاج ريکارډ کولو لپاره راغوښتي.
په تيرو وختونو کې پاکستان اؤ هند په يو بل په ٢٠٠٣م کې دترسره شوي اوربند دتړون دخلاف ورزۍ تورونه لګولي دي.
XS
SM
MD
LG