لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي تړلي فضايي حدود به سبا خلاصوي

د پاکستان د فضايي چارو اداره (سول ایوي ایشن) وايي د دوو ورځو پرله پسې تړلو وروسته به د جمعې په ورځ په ځايي وخت یوه بجه د هېواد فضايي حدود د هر ډول پروازونو لپاره پرانزي.

د هندوستان سره په تېرو دوو ورځو کې د زیات شوي تاوتریخوالي له امله پاکستان پرون خپل فضايي حدود د پروازونو لپاره تړلي وو چې له امله یې د زرگونو په شمېره کې د مسافرو د هوايي جهازونو پروازنه ځنډیلې دي.

د نوي دلي او د اسلام آباد څخه د وي او ای خبریالانو عایشه تنظیم او انجانا پاسریشا وویل د پاکستان فضايي حدود د بندولو له امله د تايي لېنډ څخه یورپ ته تلونکي د تايي ایئروېز پروازونه وځنډیل او د ٥٠٠٠ پورې مسافر ایسار شوي وو. د تايي ایرویز پروازنه بیا هله بحال شوو چې چین ورته په خپله فضا کې د پروازنو اجازت ورکړو.

د سنگارپور هوايي کمپنۍ او برټش ایروېز د پاکستان نه په متبادلو لارو یورپ ته پروازونه وچلوول.

د پروازونو د ځنډېدو ترڅنگ، د پاکستان او هندوستان ترمنځ د "سمجهوته اېکرېس" نومې د مسافرو ریل گاډی هم ځنډېدلی دی.

دغه ریل گاډی د واهگه په سرحدي لار د لاهور او د هندوستان امرتسر ښار ترمنځ چلېږي.

خو په لاهور کې د پاکستان ریلوی یو چارواکي عامر نثار د وي او ای اردو څانگې ته وویل چې د زیارت، پنجشنبې، سمجهوته اېکسپرېس د تاوتریخوالي په سبب امرتسر ته روان نشو. عامر نثار وویل په عامه توگه په دغه رېل گاډي کې د ٥٠ نه واخلې تر د ٧٠ پورې مسافر سفر کوي خو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پکې یوازې ١٦ مسافرو بکنگ کړی و.

د هندوستان مهاراشټره ریاست ته سفر کونکي د هند شهري محمد یونس د وي او ای اردو څانگې ته وویل د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالې له امله عام خلک د مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

که څه هم د پاکستان او هند ترمنځ د رېل سفر د ځنډ سره مخامخ شوی دی خو د بسونو تگ راتگ د معمول سره سم جاري و.

او د "دوستي بس سروس" نومې بس د معمول سره سم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د لاهور څخه دلې ته روان شو خو د وي او ای اردو څانگې خبر وايي په بس کې یوازې درې مسافر سواره وو.

د لاهور او دلې ترمنځ د هوايي جهاز پرواز هم ځنډېلی دی.

د پاکستان سول اېوي ایشن مامورین وايي په تېرو دوو وروځ کې د فضايی سرحدونو د بندېدو په سبب تر ٥٠٠ پورې پروازونه منسوخ شوي او یا متاثر شوې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG