لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو یو زیانمن شوی ګاډی د پاکستان او هند ترمنځ د لانجې نوی اړخ


پاکستان د ملګرو ملتونو د څارنکارانو په ګاډي باندې د برید معامله په ملګرو ملتونو کې رابرسېره کړې او ویلي یې دي چې د برید مقصد د پاکستان په ضد د جعلي عملیاتو تیاري ښکاري.

هندوستان که څه هم په سرکاري کچه په دې اړه څه ندي ویلي، خو مطبوعات د سرچینو له قوله، د ملګرو ملتونو په ګاډي باندې د ترسره شوې حملې په اړه، د پاکستان تورونه ردوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ټوېټر له لارې په یو بیان کې ویلي چې هندوستان د نړېوال قانون واضحه خلاف ورزي کړې او د ملګرو ملتونو د څارنکارانو په ګاډي یې ډزې کړي، چې ورباندې د ملګرو ملتونو نقشه او جنډه لګېدلې وه.

پاکستان که څه هم په دې اړه څه ثبوتونه ندي وړاندې کړي، خو د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځلي بیا ویلي: "مونږ وېره لرو چې هندوستان د خپلو کورنیو ستونزو څخه پام ګرځولو دپاره، جعلي عملیاتو دپاره څه پلمه موندي. زمونږ سره اطلاعات دي، هندوستان ته خبرداری ورکوو چې که چېرته دغه قسمه عملیات یې وکړل، نو پاکستان به جواب ته تیار وي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هندوستاني ځواکونو، د ملګرو ملتونو ګاډي په نښه کولو تور لګولی و او ویلي یې دي چې ملګرو ملتونو ته لیکل شوي خط کې دغه معامله رابرسېره کړی شوې ده او د پېښې د شفافه پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ له اړخه د دغه ګاډي عکسونه په ټولنیزو رسنیو یا سوشل مېډیا خواره کړل شوي و. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سېکرېټر مرستیال ویاند، فرحان حق د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان اړخ ته راولاکوټ ته نږدې د نامعلوم شي څخه ګاډي ته زیان رسېدلی، خو څارنکاران بچ پاته شوي دي.

پاکستان په دغه معامله، په اسلام آباد کې د هندوستان سفارتکار د بهرنو چارو وزارت ته رابللی او سخت احتجاج یې هم کړی و.

پر دغه معامله د هندوستان د حکومت له اړخه تر اوسه څه عکس العمل مخې ته ندی راغلی، خو هندوستاني مطبوعات د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د ذرائعو له قوله په رپوټونو کې د پاکستان دغه تورونه رد کوي.

د کشمير په کړکېچنه معامله، د ګاونډي هېوادونو - پاکستان او هندوستان - ترمنځ تاوتریخوالی له یوې مودې روان دی. دغه تاوتریخوالی تېر کال د اګسټ په میاشت کې د هندوستان د واک لاندې کشمير د حیثیت په بدلولو نور هم زیات شوی دی.

دواړه هېوادونه په یو بل د تندروه ډلو د ملاتړ، او د یو بل په ضد د بریدونو د منصوبه بندۍ تورونه لګوي.

سپتمبر کال ۲۰۱۸ کې، هندوستان د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې، د تندروو ډلو کېمپ په نښه کولو دپاره د سرجېکل سټرایک دعوې هم کړې وې چې د هندوستان ترمخه، د دوی د واک لاندې کشمير کې یې هندوستاني ځواکونه په نښه کړي و.

خو پاکستان د هندوستان دغه دعوې رد کړې وې. بل اړخ ته تېره میاشت پاکستان له نړېوالې ورورولۍ سره دستاوېزونه شریک کړي چې د دوی ترمخه، د پاکستان پر ځمکه عملیات کېدونکي د تندروه ډلو سره د هندوستان د مرستو ثبوتونه پکې شریک کړی شوي دي.

پاکستان پر نړېواله ورورولۍ غږ کړی چې د هندوستان له اړخه دغه شان برید، د افغانستان د سولې پروسې ته هم زیان رسولی شي چې ذمه واره به یې هندوستان وي.

د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني خبرې د ستمبر په میاشت کې شروع شوې وې چې په کې پاکستان د مرستیال کردار لوبوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG