لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړېوال کپ کې هند بیا هم له پاکستانه لوبه وگټله


په برطانیې کې د ٢٠١٩ کرکټ ورلډ کپ د سیالیو په ترڅ کې، نن هند او پاکستان یو د بل مقابله وکړه چې په کې هند د ٨٩ رنزونو په توپیر، د پاکستان ټیم ته ماتې ورکړه.

د لوبې په سر کې د پاکستان کپټان، سرفراز احمد، باولینگ غوره کړ. هند ټول پنځوس آوره لوبه وکړه او د پنځو ویکیټو په پرېوتلو یې، ټولټال ٣٣٦ منډې وکړې. پاکستان ته د ٣٣٧ هدف وټاکل شو.

د هند د ټیم لخوا، روهټ شرما وکړای شول چې سنچري پوره کړي او بیا په ١۴٠ رنزونو وسوځېد. ویرات کوهلي هم ٧٧ منډې وکړې، خو سینچري یې ونه وهله.

په لومړي میدان کې محمد عامر د پاکستان د ټیم لخوا ښه کارکردگي وښوده او درې ویکیټې یې واخیستې.

په دویم میدان کې د پاکستان لومړی بټسمن، امام الحق په اوه رنزونو وسوځېد، خو فخرالزمان وکړای شول پنځوسیزه (هف سینچري) ووهي او بیا په ٦٢ منډو وسوځېد.

لوبه دوه درې ځله د باران په وجهې وځنډېده، او بالاخره چې د پاکستان ټیم څلویښتم آوره پورې لوبه وکړه، او د شپږو ویکیټو په لویدلو یې ٢١٢ رنزونو ته ځان ورساوه، نو لوبه د ډي اېل اېس په سیسټم ختمه اعلانه شوه او هند د ٨٩ منډو په توپیر، گټونکی اعلان شو.

مېن آف دې مېچ هم د هند د ټیم بټسمن، روهټ شرما وټاکل شو.

په دې لوبې سره، اوس مهال هند د اوو پواینټونو په لرلو سره د ورلډ کپ سیالیو په جدول کې درېیم ځای لري، او پاکستان د درېیو پواینټونو په لرلو سره، نهم ځای لري.

یاده دې وي چې په ورلډ کپ سیالیو کې هند تل پاکستان گټلی، خو له ورلډ کپ نه مخکې د آی سي سي په چمپین سیالیو کې یو ځل پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG