لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د ګرانۍ کچه ټیټه شوې ده


د پاکستان حکومتي شمېرې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ګرانۍ کچه 8.3 فیصده (سلنه) غورځېدلې ده.

د پاکستان د شمېرو دفتر وايي د روان کال فبرورۍ کې د خلکو د استعمال د شیانو بیعې په عمومي کچه 23.1 فیصده وې.

شپږ میاشتې وړاندې د تېر کال په سپټمبر کې د عام استعمال شیان 31.4 فیصده ګران وو.

د پاکستان د خزانې وزارت په فبرورۍ کې د 24.5 - 25.5 فیصده پورې د ګرانۍ اټکل کړی وو خو بازار کې د شیانو بیعې د اټکل شوې اندازې نه کمې ښودل شوې دي.

د تېر کال د مارچ نه تر د 2024م د فبرورۍ پورې څلور داسې میاشتې وې چې د ګرانۍ کچه د 30 فیصده نه لوړه وه او په تېره مۍ کې تر ټولو زیاته ګراني وه.

د پاکستان د شمېرو دفتر د خلکو د استعمال د شیانو په بیعو کې د لري بري په اړه د ګرانۍ میاشتنی رپوټ ورکوي.

یاد دفتر د خوړو، څښلو، دوا، جامې، پېزار، تګ راتګ، سېل سپاټي، تعلیم او دا ډول د نورو شیانو او اسانتیاوو د بیعو په اساس خپل رپوټ تیاروي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG