لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې میاشتنۍ ګراني 13.76 فیصدي ته زیاته شوې ده


د پاکستان د شمیرنې اداره بي پي ایس وایي په پاکستان کې میاشتنۍ ګراني 13.76 فیصدي ته زیاته شوې ده اؤ په اپریل کې ګراني 13.37 ریکارډ کړی شوې وه.

سوداګر وایي د غوښتنې د زیاتوالي له امله د خوراکي توکیو کمی هم لیدل کیږی اؤ اقتصاد پوهان ویرې څرګندوي چې په راتلونکي کې به د بجلۍ او تیلو بیعې نورې هم لوړې شي او ګراني به ورسره نوره هم سېوا شي.

مرکزي حکومت روان مالي کال د ګرانۍ شرحه 11 فیصدي ټاکلې ده.

د پاکستان د شمیرنې اداره وایي د مئ په میاشت کي ګراني 0.44فیصدي نوره زیاته شوې او دمجموعي ګرانۍ شرحه 13.76فیصدي ته رسېدلې او دا ګراني په تیرو 28 میاشتو کې تر ټولو زیاته ده.

په مردان ښار کې ځایي د خوراکي شیانو سوداګر عابد حسین وی او اې ډیوه ته وایي د تیرې میاشتې راهسې د خوراکي توکو په بیعو کې زیاتوالی روان دی او د کله نه چې د پټرولو او ډیزلو بیعې زیاتې شوي د خوراکي تیلو ، غوړو ، اوړو او دالونو بیعو کې هم زیات والی راغلی دی.

"د 1400 روپو د اوړو دتروړې بيعه 1550روپو ته ورسیده،او د فاین یا سپینو اوړو بيعه 1650 روپۍ ده او هم دغه شان د لوبیا او دالونو په بیعو کې 30 روپۍ کلو پورې اضافه شوې ده،د خوراکي تیلو او غوړو بیعې هم د 550روپو نه 600 روپو کلو نه زیاتې دي او په سپلایۍ یې هم اغیزې شوي "

د مئ په 26 نیټه مرکزي حکومت په پټرولو او ډیزلو 30 روپۍ لیټر رعایتونه ختم کړي وؤ او پوهان وایي د هغی وروسته د بنیادی ضرورتونو دتوکیو بیعې زیاتې شوي او دګاډو مالکانو هم کرایانې زیاتې کړې دي.

دپاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي دي چې راتلونکې کې به حکومت د تیلو او بجلۍ بیعې نوری هم زیاتې کړي ځکه چې دا د نړیوالې مالیاتي ادارې نه دپور ترلاسه کولو لپاره د لوظنامې برخه ده او امکان لري روانه میاشت د بجټ وروسته په دې کې اضافه وکړل شي.

حکومت دریځ لري چې په نړیوال مارکیټ کې د ګرانۍ له امله په پاکستان هم ددې اثرات پریوځي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي مرکزي حکومت پلان لري چی د تیلو په ذریعه دجوړیدونکې بجلۍ لګښتونه ولس ته منتقل کړي او په راتلونکي وخت کې280 اربه روپۍ د بجلۍ د صارفینو نه واخلي.

داقتصاد ماهر طاهر امین وایي چې که حکومت په تیلو او بجلۍ پوره رعایتونه بیرته واخلي او د بجلۍ په یو یونټ کې 8روپۍ اضافه وکړي نو دې سره به ګراني نوره هم زیاته شي.

"امکان لري چې دبجلۍ دبنیادي یونټ بيعه د 7 نه تر 8روپو پورې زیاته کړي او دا داسې ده چې یو ځل سیوا شي بیا نه کمیږي او دې سره به په پیداوار خرڅونه زیات شي او دې سره د نورې ګرانۍ امکان هم شته"

دپاکستان حکومت په دې وروستیو کې په مختلفو درامدي شیانو بندیز لګولی ؤ چې له وجې یې د پاکستان په بهرنی اکاونټ فشار راکم شوی او دې سره د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ 4 روپۍ او 14 پیسې راکم شوی دی.

تر دې وړاندې د ډالر بيعه 202 روپو ته لوړه شوې وه خو مرکزي بینک وایې په انټر بینک مارکیټ کې ډالر نن په 197روپو او 87 پیسو دخرڅېدو امکان څرګندیږې چې د رعایتونو د اخستو وروسته مالیاتي اداره پاکستان ته په پور ورکولو سلاح شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG