د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي ويلي، پاکستان به د پخواني وزیراعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان مضمون په خپرولو به د برتانيې مجلې "دې اکانومسټ" ته خط ليکي.
مرتضا سولنګي په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې ويلي، "دا خبره حېرانوونکې او پرېشانوونکې ده چې يوې معتبرې خبري ادارې د يو داسې تن مضمون خپور کړی چې په زندان کې دی او هغه ته سزا ورکړی شوې ده".
د سولنګي په خبره، "مونږ ځان پوهول غواړو چې (دې اکانومسټ) د مضمون خپرولو په حواله ادارتي فېصله څنګه کړې ده؟ د مضمون د قانوني حيثيت او اعتبار په حواله کومې خبرې په نظر کې ساتل شوي دي؟".
نوموړي ویلي، "(دې اکانومسټ) د نړۍ د کومې بلې برخې نه په زندان کې بندي سياستوال کوم مضمون خپور کړی دی؟ او که په زندان کې بند مجرم ته د ليک دپاره ازادي وي نو هغه د يو اړخيزه شکاياتو خپرولو دپاره تل داسې موقعه کارولی شي".
دې اکانومسټ په څلورمه جنورۍ، په جېل کې بندي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان مضمون خپور کړی چې هغه په کې په پاکستان کې په راتلونکو عامو انتخاباتو شکونه څرګند کړي دي چې دا انتخابات به وشي او که به ونه شي.
د تحریک انصاف ګوند مشر ويلي، "که انتخابات کيږي او که نه کيږي خو په کومه طريقه چې زه او زما ګوند په نخښه کيږي دا خبره په ډاګه ده چې استبلشمنټ، د پاکستان پوځ، امنيتي ادارې او سېول بېورو کرېسي، دوی نه دي تیار چې مونږ ته په انتخاباتو کې برابر موقع (لېول پلېنګ فيلډ) راکړي، پي ټي آی ته دې هم زمينه ورکړی شي".
عمران خان په دغه مضمون کې یو ځل بيا تور لګولی، چې د ده حکومت د امریکې په فشار د عدم اعتماد لارې ختم کړل شوی. هغه د نهې مې پېښې د پي ټي آی ګوند پرضد سازش وبللو.
دې اکانومسټ مدير د مضون په اخره کې ویلي، د پاکستان حکومت او د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د عمران خان تورونه رد کړي دي او د پاکستان حکومت د عمران خان پرضد د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې مقدمه چلوي.
د عمران خان ګوند د مضمون په حواله د څه ويلو نه ډډه کړې چې د زندان څخه د هغه مضمون څنګه خپور شو، خو تاييد یې کړی چې دغه الفاظ د عمران خان دي.
خان په مضمون کې دعوه کړې، "اسټبلشمنټ پرېکړه کړې چې ما بيرته واک ته نه پرېږدي، او د سیاسي مېدان څخه زما د لرې کولو ټولې لارې کارول شوي"، او "دوه ځله زما د وژلو هڅه شوې"، زما د ګوند غړي تښتول شوي او تشدد پرې شوی دی. "
د تېر کال په پينځم اګست د اسلام اباد سيشن عدالت جج همايون دلاور عمران خان ته د توشه خانې قضيه کې د درېو کالو بند سزا اورولې او بندي کړی شوی وو، او بيا په 29م اګست اسلام اباد هایکورټ دغه سزا معطل کړې وه، خو عمران خان هايکورټ ته د سيشن کورټ د فېصلې معطل کولو خواست کړی وو.
عمران خان ته د سزا اورول کېدو وروسته د پاکستان الېکشن کمېشن دی د پينځو کالو دپاره نااهله کړی وو.
د عمران خان ضد دا وخت د سايفر سره نورې قضيې روانې دي.
د تېرې مياشتې دسمبر په 13مه نېټه د سايفر قضيه کې د عمران خان او د هغه د حکومت د پخواني وزير شاه محمود قرېشي باندې فرد جرم لګول شوی او دواړو د صحت جرم نه انکار کړی وو.
په عمران خان تور دی چې اووم مارچ 2022م یې د امریکې څخه ترلاسه کړی سایفر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی او د ملي امنیت خیال یې نه وو ساتلی.
د ياد تور په اساس د روان کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.
Forum