لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: پوځ د تحریک طالبان پرضد د جنګ مکمل صلاحيت لري


رانا ثناالله په داسې حال کې دا خبره کړې چې ځايي خلک وایی په سوات کې مسلح طالبان ليدل شوي، او د خلکو نه بهتې، قلنګ هم اخلي
رانا ثناالله په داسې حال کې دا خبره کړې چې ځايي خلک وایی په سوات کې مسلح طالبان ليدل شوي، او د خلکو نه بهتې، قلنګ هم اخلي

په داسې حال کې چې په ټولنیز رسنیو وزیرستان او سوات کې د طالبانو د بیرته راتلو او د بیا فعاليتونو شروع کولو خبرونه مخې ته راغلي د پاکستان د کورینو چارو وزیر ويلي پوځ د تحریک طالبان پرضد د جنګ مکمل صلاحیت لري خو ورسره مذاکراتو ته هم تیار دي.

د دنیا نیوز ټېلې وژن سره خبره کې رانا ثنا الله په دې اړه د پوښتنې ځواب وه نه ویلو چې په سوات کې طالبانو د پولیسو او پوځ چارواکي نیولي وو او بيا د جرګې د لارې راخلاص کړی شوو، خو وزیر زیاته کړه چې ریاست اوس هم تحریک طالبان سره د دستور دننه مذاکراتو ته تیار دی او دا چې تحریک طالبان کمزوری شوی هم دی.

رانا ثنا الله وایې که چېرې طالبان وسله وغورځوي نو بیا پارلیمان هم ویلي دي چې ورسره دې مذاکرات وشي او کوم طالبان چې سره د خپلو بچو او ښځو راتلل غواړي، راتلی شي خو شرط به هم دغه وي چې ټوپک به ږدي.

رانا ثناالله په داسې حال کې دا خبره کړې چې ځايي خلک وایی په سوات کې مسلح طالبان ليدل شوي، او د خلکو نه بهتې، قلنګ هم اخلي.

د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان هم تور لګولی وو چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر او قامي‌اسمبلۍ پخواني سپیکر پشمول د خېبر پښونخوا حکومت يو شمېر غړي طالبانو ته قلنګ ورکوي.

د وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي سوات او وزیرستان کې وسله والو طالبانو بیرته راتګ پېل کړی خو نه ریاست په دې څه وایي او نه په ميډيا څه خبر شته.

محسن داوړ وايي دا طالبان يو ځل بیا دلته راوستل کیږي خو که دې ځلې دې طالبانو زور ونیولو نو د ترهګرۍ اور به تش خیبر پښتونخوا پورې نه وي خو په ګرد هیواد کې به خوريږي.

محسن داوړ دا تپوس هم کوي چې پوځ خو به ويیل چې تحریک طالبان ملا یې ماته کړې ده نو بیا څنګه په ماته ملا سره دوي يو ځل بیا دلته راغلل؟

په ټولنیز رسنیو هم طالبانو بیرته راتګ خبرونو باندې بحث روان دې او يو پخواني سفیر ظفر هلالي په ټویټر لیکلي چې ریاست او تحریک طالبان ترمینځ د مذاکراتو خبرونو پس سوات ته د 400 نه 500 وسله وال طالبانو تګ خبرونه دي خو اولس دې نه بې خبره ساتل شوی ذی، آیا دې سیمو ته د طالبانو بیا راتګ مطلب پاکستان کې يو ځل بیا ترهه ګري ده؟.

په ټولنیر رسنیو د پاکستان په میډیا هم سخت تنقید روان دی چې سوات، دیر، ملاکنډ او وزیرستان کې زرګونو خلک د طالبانو پرضد احتجاج د پاره راوتلې دي خو میډیا باندې هیڅ خبر نشته.

د طالبانو دې سیمو ته بیرته راتګ خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې تیر کال د اکتوبر د میاشت نه پاکستان ریاست او لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان ترمینځ مذاکرات روان دي او په دې حقله دوه ځلې پوځ د پارلیمان قامي سلامتیه کمېټې ته بریفنګ هم ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG