د امریکې د خزانې وزارت، د زیارت یا پنجشنبې په ورځ، دوه تندلارې شیعه ډلې چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د ترهگرو په لست کې شاملې کړلې.
دغه دوه ډلې، یوه یې د زینبیون په نامه د پاکستاني شیعه گانو، او بله یې د فاطمیون په نامه د افغان شیعه گانو ده چې د ایران له طرفه جوړې شوي او په شام کې د صدر بشارالاسد په پلوۍ، د سني تندلارو او د اسد د مخالفینو پر ضد جنگیږي.
د فاطمیون او زینبیون ډلو جنگیالي، زیاتره په ایران کې مهاجر او کډوال دي چې د ایران د سپاه قدس لخوا برته شوي دي.
د امریکې د خزانې وزارت په بیان کې راغلي چې د ایران "ظالم رژیم"، په ایران کې د کډوالو څخه ناوړه گټه اخلي، هغوی د تعلیم او نورو بنیادي حقونو څخه بې برخې کوي، خو په شام کې یې بیا جنگوي.
د فاطمیون لښکر د جنگیالو شمیر د ١٠ زرو او ٢٠ زرو ترمنځ اټکل شوی، خو د زینبیون لوا د جنگیالو شمیر نه دی معلوم. څیړونکي وایي چې ښایي په زینبیون ډله کې په ایران کې میشت سلگونه پاکستاني شیعه گان او هغه افغان شیعه گان شامل وي چې له پاکستان څخه ایران ته تللي دي.