لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، ایران او روس وایي افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې اوس هم فعالې دي او خطر یې شته


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او ایران دایمي استازو د امنیت شورا په غونډه کې اندېښنه ښکاره کړې چې له افغانستانه اوس هم د ترهګرو ډلو خطر ختم شوی نه دی او روس هم ویلي چې په دې هېواد کې بهرنۍ ترهګرې ډلې لا فعاله دي. د طالبانو حکومت لا دغو تازه څرګندونو ته جواب نه دی ویلی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او ایران استازو د جون پر 21مه د امنیت شورا غونډې ته په خپلو ویناوو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او موجودګۍ په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

د پاکستان دایمي استازي منير اکرم دعوه وکړه چې د القاعده، ټي ‌ټي ‌پي او داعش خراسان په ګډون یو شمېر نورې ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کې شته او د طالبانو حکومت یې باید په ضد اغېزمن او دوامداره اقدامات وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي مِشن د منیر اکرم د وینا متن خپور کړی او هغه که یوې خواته له افغانستان سره پر بهرنیو مرستو او د دې هېواد د اقتصاد پر پیاوړتیا ټینګار کړی خو بلې خواته یې ویلي طالبان باید خپلې د نړیوالو قوانینو ذمه وارۍ پوره کړي.

منیر اکرم ویلي هغه ترهګرې ډلې چي په افغانستان کې د حکومت له معافیت یا استثنی ګټه اخلي، داسې ښکاري چې د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته مخامخ ګواښ دي:

"دغه ترهګریزي ډلې به د افغانستان لنډمهالي [د طالبانو] حکومت او د هغوی د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا اهدافو ته هم یو لوی خطر وي."

منیر اکرم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، د افغانستان پر اوسني حکومت دې ږغ وکړي چې له ټي ‌ټي ‌پي او ورسره تړلو ډلو سره یې اړیکې پرې کړي، د پولې پورې غاړې ته د هغوی د بریدونو مخه نیسي.

منیر اکرم وایي حکومت یې په وار- وار په لوړه کچه د طالبانو له حکومت سره خبرې کړې دي او له هغوی یې غوښتنه کړې چې د ټي ‌ټي ‌پي ترهګر بې وسلې کړي، مشران یې ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري:

"له بده مرغه له ژمنو سره سره تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی. د ټي ټي پي خوندي پناه ځایونه د پاکستان پولو ته نیزدې دي. د پولې پورې غاړې بریدونه دوام لري".

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني هم د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د سیمې هېوادونه له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه اندېښمن دي او وایي دا د واکمنو چارواکو ذمه واري ده چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه وکړي:

"ایران [د ترهګرۍ] د دې ګواښونو په ضد په اغېزمنه توګه د واکمنو چارواکو د مبارزې پر وړتیا شک لري. د سیمه ییز امن او ارامۍ لپاره له واکمنو چارواکو سره دوامداره نړیوال مشارکت ډېر مهم دی. "

سعید ایرواني زیاته کړه، ایران په افغانستان کې د توندروۍ، ترهګرۍ او پسماندګۍ د ستونځو د حل کولو ملاتړ کوي او تیار دی چې د دې هېواد د بیارغونې لپاره فعاله برخه واخلي:

"په دویمه ناسته کې چې د جون په اتمه په تهران کې وشوه، ګډونوالو د افغانستان د حالت په ځانګړې توګه د بهرنیانو د ملاتړ لرونکو ترهګرو ګواښونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې له دغه هېواده ګاونډیانو او سیمې تر اغېز لاندې راولي".

تر دې مخکې هم امریکې، ملګرو ملتونو، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په وار وار له افغانستانه د ترهګرۍ د ممکنه خطرونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې دي او د طالبانو له حکومته یې د مخنیوي غوښتنې کړې دي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، لا هم د افغانستان له خاورې ګواښونه دوام لري، ځکه چې وایي د القاعدې او داعش ډلو په څېر د ترهګرو ډلو پناه ځایونه لا هم په دغه هیواد کې شته.

د روس تاس خبري ایجنسۍ د جون پر 21مه په رپوټ کې ویلي، لاوروف د ټولیز امنیت تړون د تنظیم د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي:

"د طالبانو حکومت له دغو ترهګرو ډلو سره جنګیږي او موږ له دغې مبارزې سره مرسته ډېره ضروري ګڼو."

طالبانو د پاکستان او ایران د استازو او د روس د بهرنیو چارو د وزیر اندېښنو ته جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو ویلي چې د داعش په ګډون یې ترهګرې ډلې یې په افغانستان کې ځپلې او خپله خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG