لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان د خالي، شنبې، په ورځ ایران ته رسېدونکی دی


د شاه سلمان سره د عمران خان یو تېر ملاقات

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ایران او سعودي عرب ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په لړ کې د خالي، شنبې، په ورځ د ایران سفر کوي. دا خبره د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي کړې ده.

خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ په ملتان کې د خبریالانو سره خبرو کې د ایران او سعودي عرب ته د عمران د سفر اعلان وکړو.

شاه محمود قرېشي وویل هغه به هم د عمران خان همسفر وي او د ایران نه وروسته په عمران خان سعودي عرب ته ځي.

شاه محمود قرېشي وویل پاکستان غواړی چې د ایران او سعودي عرب ترمنځ غلط فهمۍ ختمې شي. هغه زیاته کړه چې پاکستان د دواړو ملکونو ترمنځ د تاوتریخوالي ختمولو دپاره به په خپل وس کې هر ممکن کوښښ کوي.

پاکستان او سعودي عرب دواړه سني اکثریت ملکونه او روایتي ملگري دي. د ایران اکثریت ابادي شیعه مسلک منونکي دي. وزیراعظم عمران خان ویلي د ایران او سعودي عرب ترمنځ منځگړېتوب کوي. او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم ویلي عمران خان نه په دې لړ کې د کردار ادا کولو غوښتنه کړې ده.

سعودي عرب او امریکا وايي ایران په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځته کوي او واشنگټن وايي تهران په سیمه کې د ترهگرو ملاتړ هم کوي.

عمران خان د ایران سفر په داسې حال کې کونکی دی چې ایران د جمعې په ورځ وویل د تېلو یو ټېنکر یې په سور سمندر کې د سعودي عرب ساحل سره نژدې په مزایلو ویشتل شوی دی. که څه هم په حمله کې د مرگ ژوبلې رپورټ مخې ته نه دی راغلی خو په نتیجه کې یې په نړیوال بازار کې د تېلو قیمتونه پورته شول.

سعودي عرب او یا نورو ازادو سرچینو د ایران د دعوې تصدیق نه دی کړی.

تېره میاشت د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو د حملې په نتیجه کې هم په نړیواله کچې د تېلو بېې زیاتې شوې وي. د حملو په نتیجه کې د سعودي عرب د تېلو پېداوار نیم په نیمه کم شوی و.

د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو د حملو ذمه واري د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو په غاړه اخیستې وه خو سعودي او امریکايي مامورین وايي دغه حمله ایران کړې وه. ایران په حملو کې د ککړتیا خبره ردوي.

په عین حال کې د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر د جمعې په ورځ وویل امریکا به د سعودي عرب د دفاع په خاطر جنگي هوایي جهازونه او د هوايي حملو اضافي دفاعي نظام سعودي عرب ته لېږي.

د ایراني ټېنکر په اړه د ایران د خارجه وزارت ترجمان عباس موسوي وویل دغه حمله هغه چا کړې چې د هغه په وینا خطرناکه مهم جوي کول غواړي. ښاغلي موسوي په خپل بیان کې وویل ایران د پېښې تحقیقات شروع کړې دي.

د مځني ختيځ د چارو څارنه د امریکې د سمندي پوځ د پنځمې بېړۍ ذمه واري ده او ویلي یې دي چې د په ایرانی ټېنکر د حملې په اړه رپورټونه یې ترلاسه کړې دي خو د نورې څه ویلو نه یې ډډ کړې ده.

XS
SM
MD
LG