پاکستان کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د برتانیې د ملکه الزبت په مړينه ملي ماتم کيږي ويل شوي ملي بېرغ نيمکښو دی.
د پاکستان د سرکاري ميډیا ترمخه وزیراعظم شهباز شريف د بهرنيو چارو د وزارت په سپارښتنه د ملي ماتم منظوري ورکړې ده.
حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن د ملکه الزبت په مړینه د ماتم د ورځې په اړه ټویټ کړی او حکومتي اعلاميه يې خپره کړې ده.
په برتانیه کې د پاکستان هايي کمېشن په ټویټر ويلي،
چې د برتانیې د حکومت سره په مړينه د يو والي او خفګان څرګندونه کړې او پاکستان به په دغه لړ کې په 12 ستمبر نن د نهې/ سه شنبې په ورځ به ملي ماتم وي.
خبريال محمد فهیم په ټویټر ويلي، د خېبرپښتونخوا حکومت هم د ماتم د ورځې اعلان کړی دی.
د برتانیې ترټولو زیاتې مودې پورې پاتې شوې ملکه، الزبت د زیارت (پنجشنبې) په ورځ اتم ستمبر د 96 کالو په عمر کې مړه شوې وه، د هغې وروستي مراسم به په 19 ستمبر ادا کولی شي.
د ملکه الزبت په مړينه د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو نوموړې ته د عقیدت پېرزونې وړاندې کړي دي.
ملکه الزبت د لندن په مېفېیر سیمه کې په 1926 کې په 21م اپرېل پېدا شوې وه او په 1952م کې یې د خپل پلار جارج-شپږم د مرګ وروسته د برتانیې ملکه جوړه شوې وه. هغې د 70کالو پورې د برتانیې د ملکه په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.
ملکه الزبت د کال 1952 راهسې د برتانیې او 14 نورو ملکونو ملکه وه او روان کال یې د خپلې څوکۍ 70مه کلیزه لمانځلې وه.
د جون په میاشت کې د پلاټینم جوبلي تقریباتو په موقع د ملکه په اعزاز کې شوي پرېډ او د شاهي هوايي پوځي جهازونو نندارتون کتو لپاره نوموړې د بکېنګم محل په بالکونۍ کي راښکاره شوې وه.
تېر کال د اپرېل په میاشت کې د نوموړې خاوند شهزاده فلپ د خپلې زېږېدنې د سلمې کلیزې څو هفتې وړاندې مړ شوی وو.